ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د مخدره توکو پر وړاندې د همغږې مبارزې په موخه د سیمه ییزو کارپوهانو ناسته پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 17 تله 1396 ساعت 16:25

د سیمه ییزو کارپوهانو کاري ډلې ناسته نن دوشنبه د تلې ۱۷مه له مخدره توکو سره د مبارزې په موخه جوړه شوه.
د مخدره توکو د قاچاق، کښت او تولید په موخه د ګډو همکاریو پيژندل، د سیمه ییزې کاري ډلې جوړول، د مخدره توکو پر وړاندې د سیمه ییزې استراتیژۍ وړاندې کول، د بدیل معیشت د بریالیو موډلونو شریکول، د کرنیزو محصولاتو لپاره د ګډ بازار رامنځته کول او د سوداګریزو بندیزونو لرې کول د دې ناستې له مهمو موخو څخه شمیرل کیږي.


مخدره توکو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم د ناستې ګډونوالو ته وویل، چې نا امني د کوکنارو کښت او تولید ته زمینه برابروي. خو د ده په وینا که چیرې د سیمې هېوادونه له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي، کولای شي، چې د مخدره توکو د تولید، کښت او قاچاق پر ستونزو بریالي شي.


نوموړي زیاته کړه، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه چې د افغان دولت د استراتیژۍ اصلي موخه ده په خپلو کې همغږي، سیاسي ژمنې او تعهدات او د مخدره توکو په وړاندې د سیمې د هېوادونو ګډه همکاري په بر کې نیسي.
د تاجکستان د جمهوري ریاست د مخدره توکو د اژانس مشر سیف الله ظفرزاده د ناستې ګډون والو ته وویل، د دوی څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د مخدره توکو تولید، کښت او قاچاق راټیټ شوی دی.
د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې د سیمه ییزو لوړپوړو کارپوهانو ناسته کې مخدره توکو سره د مبارزې اړوند دولتي ادارو او د ایران، تاجکستان، پاکستان، هندوستان، متحده عربی امارات، ازبکستان، ترکمنستان، روسیه، چین، ترکیه، قرغزستان، قزاقستان هېوادونو استازو پکې ګډون کړی ؤ پدې برخه کې به خپل وړاندیزونه او تجارب شریکوي.