ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانيو په لګښت د لس بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 14 وږی 1396 ساعت 17:03

د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ بډیالۍ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لس بستریز روغتون د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي .
په دې مراسمو کې ننګرهار والي،د عامې روغتیا او ښار جوړونې رئيسانو،د ولسي جرګې غړي امیرخان یار،جهادي قوماندان ګل کریم ، د کوز کونړ ولسوالۍ مسؤلینو،مخورو او ګڼ شمیر نورو ګډون درلود.


د دغه روغتيايي مرکز د بنسټ اېښودلو پر مهال سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل،د بډیالۍ سیمې روغتيايي مرکز د عامې روغتيا وزارت د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د یو جریب ځمکې په ساحه کې جوړیږي.


نوموړي د بډیالۍ سیمې اوسیدونکو څخه مننه وکړه،چې د یاد روغتیایي مرکز د جوړیدو په موخه یې یو جریب ځمکه په شخصي امکاناتو واخیسته او حکومت ته یې د روغتیایي مرکز د جوړیدو په موخه په واک کې ورکړه .


هغه د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو چارې په معیاري او شفاف ډول ترسره کړي او همدا راز یې د رسمي مسؤلینو سربېره د سیمې خلکو څخه هم وغوښتل چې له چارو څخه څارنه وکړي او د ستونزو پر مهال ولایت مقام په جریان کې کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، یاد روغتيايي مرکز ته د خلکو له لوري يو جريب ځمکه په وړيا ډول ورکړل شوې، چې د عامې روغتيا وزارت د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت لس بستريز روغتيايي مرکز په کې د یو کال په موده کې جوړیږي.


نوموړي زیاته کړه، په کوز کونړ ولسوالۍ کې پنځه روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې د روان کال په ترڅ کې به په سرکنډ، ګمبيري او بوډيالۍ کې ورته يو – يو کلينيک نوي هم جوړ شي،چې تر ډیره کچه به د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وويل،په کوز کونړ ولسوالۍ کې د امنیتي پولیسو د تشکیل د زياتوالي،لسګونو ښوونځیو ته د احاطې او ودانیو د جوړولو او روغتیایي برخه کې د لا زیاتې پراختیا غوښتنه وکړه.
###