ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون د ودانۍ د ترمیم او تجهیز چارې پیل شوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 14 وږی 1396 ساعت 16:58

په ننګرهار ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون د ودانۍ د ترمیم او تجهیز چارې د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې، چې د درې میاشتو په موده کې به په معیاري ډول بشپړې شي.


پدې موخه جوړو شو مراسمو کې سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربيره،د ملي راډیو تلویزیون امر امین الله زهیر، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکواستازي اميرخان يار ، د ښارجوړونې او عامې روغتيا رئيسانو او يوشمير نورو مسؤلینو ګدون کړی وو.


سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وويل، چې د ننګرهار ملي راډيوتلويزيون ودانۍ د ترميم او تجهيز لپاره لس ميلونه افغانۍ ځانګړې شوي ، چې د راتلونکو درې مياشتو په موده کې به يې چارې په اساسي ډول بشپړې او دې سره به د يادې ادارې تخنيکي او اداري ستونزې حل شي .
نوموړي د ننګرهار ملي راډيوتلويزيون مشرتابه او د چارو سمبالوونکي شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ، چې د ودانۍ د ترميم په چارو کې له دقت څخه کار واخلي ، څو په راتلونکي کې شته ستونزې په بشپړه توګه حل شي .


په ورته مهال د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون امر امين الله زهير د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او يو شمير نورو مشرانو څخه مننه وکړه ، چې د يادې ودانۍ د ترميم او تجهيز په برخه کې يې نه ستړي کيدونکي هڅې کړې دي .
زهير ډاډ څرګند کړ چې د دې ودانۍ په ترميم او تجهيز سره به د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون د کار کونکو تخنيکي او اداري ستونزې تر ډيره بريده حل شي.


د يادونې ده ، چې د روان کال د ثورمياشتې په ۲۷مه نېټه وسله والو مخالفينو په ننګرهار ملي راډيوتلويزيون بريد تر سره کړ ، چې پر مهال يې د يادې ادارې څلور تنه کارکونکي شهيدان شول ، ودانۍ زيانمنه او ګڼ شمير تخنيکي او اداري توکي يې تخریب شول .
###