ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د وسلوال پوځ د اعلی سر قوماندانۍ غونډه د جمهوررئیس غني په مشرۍ جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 20 غويی 1396 ساعت 09:16

د وسلوال پوځ  د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کندز، بدخشان، هلمند، ارزګان، ننګرهار، کنړ، بغلان او کابل ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

غونډې امنیتي  تهدیدونه وارزول او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هدف‎منده مبارزه، هڅې او مېړانه وستایله او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

په دې غونډه کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو  د اساسي اکمالاتو د کچې مفصل راپور وړاندې شو او  د پرسونل د اکمالاتو د سطحې، ښوونې او روزنې، تجهیزاتو او احضاراتو سطحې په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د وسله وال پوځ  اعلی سر قوماندانۍ غونډې د افغانستان په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیت تامین او د تروریستانو نابودي حتمي وبلل او د هغو ولایتونود عمومي تصفیې په اړه یې لازمې لارښوونې  وکړې.