faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د شکنجې د منع کمیسیون رسماْ د موجودیت اعلان وکړ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 29 وری 1396 ساعت 16:09

د شکنجې د منع کمیسیون د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ریس تر ریاست لاندي، د عدلیې وزارت د ښاغلي معین په مرستیالۍ او د هغو ۱۳ دولتي او غیر دولتي بنسټونو په غړیتوب سره چې په قانون کې يې وړاندوینه شوې ده ، په کار پیل او په رسمي توګه یې خپل موجودیت اعلان کړ.
دغه کمیسیون د شکنجې د منع د قانون د یوولسمې مادې د حکم پر بنسټ ، له شکنجې څخه د مخنیوي او د هغو د قضیو د تعقیب په موخه جوړ شوی دی.

د شکنجې د منع قانون د انساني کرامت د رعایت او ساتلو، د شکمنو ، تورنو او بندیانو د حقونو د تامین ، د شکنجې له کړنو څخه د مخنیوي او له قربانیانو او زیانمنونکو کسانو څخه د ملاتړ، د شکنجې عاملین عدلي تعقیب لاندې راوستل او د شکنجې قربانیانو د خسارې د جبران تامینول او د شکنجې زیانمنونکو او شاهدانو ملاتړ او حمایت کول په موخه وضع شوی او د جمهوري ریاست د ښاغلي مقام د  ۱۴/۱۲/۱۳۹۵ نیټې  د ۲۴۶ ګڼې تقنیني فرمان پر اساس نافذ شوی دی.

آغلې ډاکترې سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د شکنجې د منع کمیسیون رییسې، د دغه کمیسیون په لومړۍ پرانیستونکې ناسته کې وویل:« شکنجه په مطلق ډول منع ده. له شکنجې څخه خلاصوالی مسلم او نه سر غړونکی حق دی چې په هیڅ دول شرایطو کې د تعلیق او ځنډ وړ نه دی. هیڅ استثنایي وضعیت ، لکه ناامني، جګړه، سیاسي بې ثباتي او یا بل هر ډول اضطراري او بیړنی حالت، د شکنجې د اعمال توجیه کونکی نشي کیدای. »

د دې کمیسیون غړو هم داسې وویل:« د شکنجې د منع قانون نافذول او د شکنجې د منع کمیسیون جوړول، د شکنجې له ارتکاب څخه د مخنیوي، د مرتکبینو د عدلي تعقیب او له قربانیانو څخه د ملاتړ لپاره د عملي او قانوني ضمانتونو د منځته راتلو په برخه کې یوه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

که څه هم په ورستیو کلونو کې د شکنجې په شمېر کې کموالی راغلی دی ، خو زموږ موخه د شکنجې پوره له منځه وړل دي او د شکنجې د منع کمیسیون به د دغې موخې د تحقق لپاره په دوامداره توګه زیار وباسي. »
په افغانستان کې د شکنجې جرم ګڼل او قانوني منع کول او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او په دې برخه کې د نورو فعالو بنسټونو له  دوامدارو هڅو سره، تر اوسه هم زموږ په هیواد کې شکنجه تر سره کیږي او د دغې کړنې مرتکبین په هغه ډول چې باید، تر عدلي تعقیب لاندي راشي، نه راځي.

د شکنجې د منع کمیسیون له ټولو دولتي او غیر دولتي بنستونو څخه غواړي چې د شکنجې  د مجرمانه کړنې د مخنیوي اوله شکنجې څخه د خلاصون د حق په برخه کې د افغانستان د دولت ژمنو ته په پام سره ، د شکنجې د کړنې د  ارتکاب مخه ونیسي او په دې پروسه کې هر اړخیزه او فعال ګډون ولري. همدارنګه له قربانیانو، خپلوانو او د هغوی له مدافع وکیلانو څخه غوښتنه کیږي چې په دغه کمیسیون کې د درج شویو شکایتونو او لازمو مدارکو او سندونو په وړاندي کولو سره ، له دغه کمیسیون سره مرسته وکړي تر څو وتوانیږي خپلو قانوني ماموریتونو او موخو ته تحقق ورکړي.
###