ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
ملي تدارکاتو کمېسیون د (۱۱٫۲) میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ قراردادونه منظور کړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 29 وری 1396 ساعت 14:12

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرونماښام په آرګ کې له یوولس عشاریه دوه (۱۱,۲) میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۶ تړونونه منظور کړل.

منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي:

–        د ملي تدارکاتو ادارې د انسټيټیوټ د جوړولو د مشورتي خدمتونو پروژه،

–        انټرنیټي خدمتونو سره د هېواد د ۱۶ پوهنتونونو د نښلولو پروژې قرارداد،

–        ۱۲ ولایتونو کې د کوچیانو د روغتیا لپاره د ۱۵ ګرځنده ټیمونو د رامنځته کولو د روغتیا د سېستم د ځواکمنتیا پروژه،

–        د پوهنتونونو د محصلینو د انتقال په غرض د ۲۵ عرادې موټرو د برابرولو او تدارک قرارداد،

–         د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۲۶ قلمه خوراکي توکو تدارک،

–         د نیمروز ولایت د چار برجک ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د اوبو رسونې شبکې د جوړونې د پروژې د قرارداد تعدیل،

–        د کابل ښاروالۍ اړوند د سیلو سړک د څلورمې برخې د جوړولو د پروژې د بیې د زیاتوالي د قرارداد، تعدیل،

–        د انرژي او اوبو وزارت اړوند د اوبو لګولو د بیارغونې او پراختیا پروژې (IRDP) د مدیریت د مشورتي خدمتونو وړاندې کولو پروژه او د همدې وزارت د پروژو د انسجام ریاست د اړتیا وړ د هایډرولوژیکي کېبلي۳۰ سټیشنونو د تدارک قرارداد،

–        د جمهوررئیس د ساتنې عمومي ریاست د اړتیا وړ  ۴۹۳ قلمه روغتیایي درملو، ۲۸ قلمه خوراکي توکو او۲۷۳ قلمه تعمیراتي موادو د برابرولو او تدارک قراردادونه،

–        د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د واحدې سرچينې مېتود څخه په ګټې اخیستنې د ۱۳عرادې موټرو تدارک،

–        د فوایدعامې وزارت اړوند له ۴۱ کیلومترۍ څخه تر دره‎صوف پورې د۱۸۷ کیلومتره اوږده سړک پروژې لپاره د مراقبتي او مشورتي خدمتونو قرارداد،

–        د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند د مرکز کدري روغتونونو او تحصیلي ادارو د اړتیا وړ د خوراکي موادو د تدارک د قرارداد د نوعیت تصحیح،

–        د ملي دفاع وزارت اړوند د ملي اردو د قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ د خوراکي توکو د تدارک د قرارداد د مندرجاتو تعدیل.

مګر د ملي تدارکاتو کمېسیون د فواید عامې وزارت اړوند د لغمان ولایت مهتر لام بابا څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې د سړک د لومړۍ برخې د پروژې قرارداد؛ د تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو په غرض اړوندې ادارې ته بېرته ور وګرځول شو. سربېره پردې د ملي تدارکاتو کمېسیون د فوایدعامې وزارت اړوند له دوشي څخه تر بامیان ولایت پورې، د ۲۳.۷ کیلو متره سړک د لومړۍ برخې د جوړولو قرارداد رد او پرېکړه یې وکړه چې د نوموړې پروژې تدارکاتي پروسه دې بیاځلي ترسره شي او نوموړی وزارت دې د پېشنهادي شرکت سره د واحدې سرچینې میتود په وسيله قرارداد وکړي. همداراز لارښوونه وشوه چې د بیې د ټېټوالي په غرض دې قراردادي شرکت سره مذاکره وشي. کمېسیون سپارښتنه وکړه چې د نوموړي شرکت مالي ځواکمنتیا دې په نوې پروسه کې په جدي ډول تر پام لاندې ونیول شي.

بل لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت  اړوند د خوراکي توکو د تدارک په اړه لارښوونه وکړه چې د توکو د کېفیت څخه دې جدي څارنه وشي او د همدغه قرارداد د پرمختګ په هکله دې د ملي تدارکاتو ادارې ته خپل میاشتنی راپور ورکړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د هېواد اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله، د جمهوررئیس دويم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجی کمېسیون، سيګار او د سیستیکا غوڅ ملاتړ  څارونکو برخه اخستې وه.#