faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
دولایتي ویاندویانود وړتیا د لوړولو په موخه د ستراتیژیکو اړیکو ورکشاپ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 29 وری 1396 ساعت 12:27

سه شنبه د حمل ۲۹مه نیټه د حکومت د اطلاعاتواو رسنیو په مرکز کې د هیواد د ولایتي ویاندویانو لپاره د ستراتیژیکواړیکو ورکشاپ جوړشو.
دا ورکشاپ د حکومت داطلاعاتو او رسنیو د مرکز او سیمه ییزو ارګانونو په ګډه همکارۍ د IWPR له خوا د ولایتي ویاندویانو د وړتیا د لوړولو او همغږۍ په موخه  جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.


د ولایتي ویاندویانو د وړتیا د لوړولو په موخه دا دریېم ښوونیز ورکشاپ دی، په تېرو دوو ورکشاپونو کې د ۲۲ولایتونو ویاندویانو برخه اخیستې وه اود وړتیا د لوړولو په اړوند یې لازمې زده کړې تر لاسه کړې.


د دغه ورکشاپ بنسټیزه موخه داده ((چې په ولایتونو کې د ویاندویانو ترمنځ همغږي زیاته شي او ټول ویاندویان له رسنیو سره په مرکو کې یو شان مالومات او اطلاعات وړاندې کړي.))
د دغه ورکشاپ په ترڅ کې به د حکومت د اطلاعاتواو رسنیو د مرکز د نوې ستراتیژۍ او د ولسمشر د وروستي فرمان په اړه چې یوه موخه یې اطلاعاتو ته لاسرسی دی هم ولایتي ویاندویانو ته لازم او هر اړخیز مالومات ورکړل شي.


دغه راز د مطبوعاتي اعلامیو د جوړولو او لیکلو، د مطبوعاتي کنفرانسونو او مرکو د شکل او محتوا په اړه هم ویاندویانو ته معلومات ورکړل شي چې په راتلونکو رسنیزو فعالیتونو کې ترې اغیزمنه ګټه واخلي.
د ولایتي ویاندویانود وړتیا د لوړولو په اړه دغه وروستی ورکشاپ درې ورځې دوام مومي او د پنجشنبې په ورځ پای ته رسیږي.