faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبینو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 06 وری 1396 ساعت 10:19

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني مزار شریف ښار ته د خپل سفر په جریان کې نن ماسپښين د ۲۰۹ شاهین قول اردو مقر کې جوړو شویو مراسمو کې چې  سلګونه امنیتي او دفاعي ځواکونو په کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانۍ او شجاعت د قدردانۍ په ترڅ کې هغوی ته په خطاب کې وویل: تاسو د ملي یووالي نمونه او د وطن اتلان یاست، ستاسو تعهد له خدای، وطن او دندې سره دی او تر ابده به دا ملت ستاسو منندوی  وي.

جمهور رئیس د نوروز د مراسمو د امنیت په تامین کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو دکوښښونو مننه وکړه وې ویل، ستاسو په همت د نوروز د ورځو امنیت تامین شوی او خلکو په ارامه فضا کې نوی کال ونمانځه.

جمهور رئیس غني دېته په اشارې چې تاسو د افغانستان عزت یاست وویل: ” غواړم د سرتېري، بریدمل، افسر او جنرال له هرې کورنۍ څخه مننه وکړم چې د وطن او خلکو د دفاع په لاره کې یې خپل اولادونه روزلي او تاسو د هېواد ویاړ یاست.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت لوړولو ته مو توجه ده او په ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاته پانګونه کېږي. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو شهیدانو ارواو ته دعا وکړه.

په دې مراسموکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورنجنرال مهمند کټوازي هم خبرې وکړې وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په منځ کې د جمهور رئیس او اعلی سرقوماندان حضور دې ځواکونو ته د روحیې ورکولو لامل کېږي.

هغه جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبین د ۹ ولایتونو په کچه د خلکو د امنیت د تامین په موخه کوښښ کوي او له وطن او خلکو څخه د دفاع په برخه کې خپل هیڅ ډول هڅې هم نه سپموي.