faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د پولیسو ځانګړې قطعې یو شمېر قوماندانانو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 26 کب 1395 ساعت 10:42

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د پولیسو ځانګړې قطعې یو شمېر قوماندانانو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې په پیل کې د ځانګړې قطعې عمومي قوماندان جنرال روشن دل خبرې وکړې اود ځانګړې قوې په منسوبینو یې د جمهور رئیس له اعتماد څخه مننه وکړه وې ویل، ستاسو ملاتړ په سختو شرایطو کې موږ ته قوت او روحیه راکوي.

هغه وویل، موږ په هر ډول شرایطو کې د افغانستان عزت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو خلکو څخه دفاع ته تیار یوو.

جمهور رئیس غني د پولیسو ځانګړې قطعې د زړورتیا، مسلکي پوهې او فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې وویل، تاسو زما د اولادونو په څېر یاست او هر وخت ماته لاسرسی لرئ.

جمهور رئیس پر سردار محمد داوود خان روغتون د بریدګرو تروریستانو په له منځه وړلو کې د ځانګړې قطعې د اقدام او فداکارۍ مننه وکړه وویل، د افغانستان خلک په تاسو باور لري او پر تاسو ویاړي او حکومت تل د ځانګړې قطعې او د هېواد د ټولو امنیتي او دفاعي ارګانونو ملاتړ کوي.

جمهور رئیس د ځانګړې قطعې قوماندانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو یو عالي ظرفیت یاست او دا ظرفیت باید انکشاف پیدا کړي او ملاتړ یې زیات شي.