faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د برېښنایي تذکرو د وېش د تیاریو په څرنګوالي د بحث غونډه جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 22 کب 1395 ساعت 10:41

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې (برېښنایي تذکرو) په اړه د تقنیني فرمان د توشیح په تعقیب نن مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تیاریو د څرنګوالي په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه.

د جمهوري ریاست دویم مرسیتال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د الکترونیکي تذکرې د وېش ادارې یو شمېر مسوولینو هم په دې غونډه کې حضور درلود.

غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش د تیاریو د څرنګوالي په اړه د هر اړخیزو بحثونو په ترڅ کې د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ کاري ټیم ته دنده وسپارله چې په لس ورځو کې د برېښنایي تذکرو د وېش د پیلولو لپاره له وړاندیزونو او زماني جدول سره  یو واضح تحلیل ترتیب کړي چې د یو سم تحلیل په اساس د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل شي.