faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني: د افغان ښځو د نقش له احیا کولو پرته د دولت جوړونې او ملت جوړونې بهیر نشي کامیابېدای پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 18 کب 1395 ساعت 15:24

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې "د ښځو د ځواکمنولو د ملي برنامې پرانیسته او د ښځو نړيواله ورځ " په نوم ‎ مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

جمهوررئیس غني د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړي ډول افغان ښځو ته د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ورکولو تر څنګ وویل: له شته خنډونو او زیاتو ستونزو سره سره افغان ښځو وکولای شوای خپل نه ماتېدونکی مقاومت ثابت کړي.

هغه زیاته کړه، هره افغانه ښځه په کلي او ښار، په کور او اداره، په دفاع او امنیت، په تعلیم او فرهنګ کې الهام بښوونکی او هیله‌من حضور لري، چې دا زموږ د خاورې په راتلونکي د باورمندۍ او ویاړ نښه ده. په ځانګړي ډول هغه ښځې چې په دغو کلونو کې يې دغه ډګر کې مشري په غاړه وه او د هېواد د ښځو د ځواکمنتیا او وړتیا لوړولو لپاره یې هڅه کړې ده.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، په تېره یوه نیمه لسیزه کې د یو بدلون پیلامه چمتو شوې ده، که څه‌هم تر دې مهاله د هېواد د ښځو غورځنګ نه دی جوړ شوی، خو په دغو کلونو کې د ښځو اړوند فعالیتونه د دې لامل شوي دي چې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غږونه په ښه توګه واورېدل شي او د حقونو لپاره یې مهم ګامونه پورته شي.

هغه وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې اساسي قانون کې لوړو موخو ته په پام چې د هېواد د ښځو د حقونو د تامین لپاره نظر کې نیول شوي دي، په لنډمهالو او منځمهالو برنامو له سره غور وشي او بیا وارزول شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو هڅې د قدر وړ دي، خو په راتلونکي پړاوونو کې باید په تخصص او نورو مهمو مسلکونو کې د ښځینه رهبرانو د را جوتېدو شاهدان اوسو.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان د اساسي قانون له حکم سره سم د هیواد د اتباعو تر منځ تبعیض منع دی او د قانون په وړاندې ښځې او نارینه، ټول برابر حقوق او وجایب لري. د ملي وحدت حکومت د اساسي قانون له غوښتنو سره سم، ځان مکلف ګڼي چې د ژوند په مختلفو ساحو کې د ښځو د حقونو دفاع وکړي او د تبعیض او بې عدالتي مخه ونیسي.

جمهوررئیس وویل، نن مونږ د سترې محکمې په چوکاټ کې له ښځو او  ماشومانو سره د خشونت د دوسیو د تعقیب لپاره خاص دیوان او په قضاییه قوه کې په سلګونو قاضیانې لرو. دغه راز اوس په لویه څارنوالي کې له ښځو سره د بې عدالتیو او خشونت د مخنیوي په مقصد یو خاص معاونیت فعالیت کوي چې په ولایتونو کې تر شلو ډیر آمریتونه لري.

جمهوررئیس غني د اسلامي تمدن زرین دور ته په اشارې وویل، نومیالیو مسلمانو ښځو له خراسان څخه تر بغداد او له مصر څخه تر قرطبې په فرهنګ او سیاست کې رول لوبولی دی. هغه څرګنده کړه، ګوهرشاد بیګم چې د جوماتونو، مدرسو او هنري فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره د اوقافو کومې سرچینې برابرې کړې وې، له څو پيړیو وروسته لا هم شته.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په نننۍ اسلامي دنیا کې هم د ښځو د حقونو په برخه کې ډیر پرمختګونه وینو. په اسلامي دنیا کې د جمهوري ریاست او صدارت له مقامه رانیولې تر اقتصاد، تجارت، زراعت، امنیت، معارف او دفاع پورې د ژوند په ټولو ساحو کې د مېرمنو فعال حضور لیدلای شو.

جمهوررئیس اسلامي فقې ته په اشارې چې له لومړي سره د ښځې حقوقي شخصیت ته قایله ده، وویل، موږ کولای شو پر دغې حقوقي خزانې د اتکا او همدارنګه په معاصر وخت کې د بشر له نویو تجربو څخه په استفادې په اقتصادي، مدیریتي او ټولنیز ډګر کې د ښځو فعالیت لپاره مناسب میکانیزمونه تدوین کړو.

جمهوررئیس ښځو ته په خطاب کې وویل: "موږ د هېواد له ښځو تمه لرو چې د اساسي قانون او د قانون حاکمیت څخه دفاع او فساد سره مبارزه د خپلې دندې برخه وبولي، ځکه قانوني مصئونیت د قانون حاکمیت په دفاع کې د ښځو پوهه او سهم تامینوي او د افغان ښځو د نقش له احیا کولو پرته د دولت جوړونې او ملت جوړونې بهیر نشي کامیابېدای."

جمهوررئیس غني زیاته کړه، له ښځو سره د بې‌عدالتۍ په مبارزه کې به هغه وخت کامیاب شو چې د ښځو ستونزو ته د ښځو له سترګو هم وکتل شي. د دې لپاره چې په خپلو پلانونو او پروګرامونو کې، په واقعي معنا، د ښځو لید او دیدګاه شامله کړو، دا ډېره ضرور ده چې په مختلفو برخو کې په کافي اندازه ښځې ماهرانې او متخصصانې ولرو.

جمهوررئیس غني وویل، لا هم د تولید په کړۍ کې د ښځو ځای نه دی تعریف شوی او مدیریتي شبکې لا هم د نارینه وو په انحصار کې دي. د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونو جوړېدل به د تولید او د هغه د مدیریت په څرخ کې د ښځو د شریکولو لپاره یو اغیزناک ګام وي. ښځې کولای شي په دغه برخه کې د هېواد د خودکفايي اتلانې اوسي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، کومې ښځې چې له کوره بهر کار کوي، هغو ته د ښکار په سترګه کتل کېږي، ناوړه نظرونه دا فرصت پیدا کوي چې د هغوی درنښت او کرامت بابیزه وګڼي؛ موږ باید له خپلې ټولنې د دغې پدیدې جرړې وباسو. هغه ټینګار وکړ چې په لارو کې مزاحمتونه، د کار په چاپيریال کې کترې کنایې او د ښځو پر وړاندې هر ناوړه چلند د زغم وړ نه دی.

جمهوررئیس له ښځو سره د زور او ظلم د ختمولو په لور مهم ګام  په ټاکنو کې د ښځو فعاله ونډه وبلله او دا یې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مهم ګام وګڼلو.  هغه وویل، توقع ده چې د راتلونکي کال په عمومي انتخاباتو کې ښځې، هم د کاندیدانو په حیث او هم د رایه ورکوونکو په حیث، تر پخوا ډېر ګډون وکړي.



جمهوررئیس افراطیت شومه پدیده وبلله او له دغې ویجاړونکې پدیدې سره د مقابلې لپاره یې د اعتدال او میانه روۍ تعمیم اصلي موضوع یاده کړه، چې ښځه کولای شي په دې کې اغیزناک نقش ولري او مېندې افراطیت سره په مقابله کې بریالی رول لوبولی شي.

په دغه مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د مارچ د اتمې په مناسبت د مبارکۍ ورکولو تر څنګ په خپله وینا کې په بېلابېلو ډګرونو کې د افغان ښځو د فعالیتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

اجرائیه رئیس وویل، افغان ښځې ځواکمنې دي، ځکه تل یې د ژوند دروند پیټۍ په اوږو وړی دی. هغه د ښځو د ځواکمنولو برنامې ته په اشارې زیاته کړه، دا د حکومت مهمه برنامه ده او موږ یې له هره اړخه ملاتړ کوو.

همدارنګه د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري او د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیرې نسرین اوریاخیل د اړوندو وزارتونو د پلانونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغوی وویل، افغان ښځې په وروستیو کالونو کې د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، سیاست او د نورو فعالیتونو په ډګرونو کې ښې ځلیدلې دي. د ښځو او ټولنیزو چارو وزیرانو هغو ننګونو او ستونزو ته اشاره وکړه چې په مخ کې يې پرتې دي او ډاډ یې ورکړ چې حلوي به یې.

په دغه مراسمو کې یوې سوداګرې ښځې هم وینا وکړه او په ټولو برخو په ځانګړي ډول یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د ښځو په فعال نقش ټینګار وکړ او د ښځو د ځواکمنولو د ملي برنامې پرانیسته یې د دغه قشر د ستونزو په حل کې ګټوره وبلله.



د دغه مراسمو په څنډه کې د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوی و.

په دغه مراسمو کې د جمهوررئیس، اجرائیه رئیس او لومړۍ میرمن سربېره، د کابینې او ملي شورا یو تعداد غړو، کابل کې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو، د ځینو وزارتونو معینانو او ګڼ شمېر ښځینه فعالانو حضور درلود.