ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني د څلورو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 18 کب 1395 ساعت 09:58

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د کندز، هلمند، کندهار او فراه ولایتونو له والیانو او همدارنګه د ،۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۰۱۵ قول‌اردوګانو او د ۲۰ فرقې له مسوولانو سره خبرې وکړې.

د یادو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولانو د امنیتي ګواښونو، د شویو اقداماتو، خپلو ساحو کې د راتلونکو پلانونو، د دښمنانو د ټکولو، د امنیتي او ملکي څانګو ترمنځ د لا همغږۍ په راوستو، له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ او د چارو د انسجام په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

دغو مسوولانو په راتلونکي کال کې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ. د هلمند او کندز ولایتونو مسوولانو وویل، په دغه ولایت کې د دښمن تهدیدات رفع شوي دي او د پوځي عملیاتو په ترڅ کې طالب مشرانو ته جدي زیانونه رسېدلي دي، چې دا مهال امنیتي ساحې لا زیاتې پراخې شوي دي.

هغوی د پُلونو او پُلچکونو د ترمیمولو او د سیمه‌ییزو اداري واحدونو د پياوړتیا لپاره جمهوررئیس ته مشخص وړاندیزونه وکړل.

د هېواد جمهوررئیس د یادو ولایتونو او قول‌اردوګانو د مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته د هغوی له ترسره شویو فعالیتونو مننه وکړه وې ویل، دغه فعالیتونه بسنه نه کوي، د دښمنانو د پټنځایونو د ویجاړولو او د خلکو د امنیت او آرامۍ د تامین په خاطر باید لا زیاتې هڅې وشي.

هغه له دوست او دښمن څخه د څرګند تعریف موجودیت ته اشاره وکړه او ټولو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې، دښمن ته د ویجاړونکو فعالیتونو اجازه ور نه‌کړي او چا چې د خلکو په ضد وسله اخیستې ده ودې ټکول شي او همدارنګه هغه کسان چې د نشه‌يي توکو پراخ کاروبار لري، لکه د طالبانو په څیر دې له منځه یوړل شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، په کندز ولایت کې به ژر درې اداري واحدونه فعال شي او د دغه ولایت هوايي ډګر لپاره به هم امکانات او مالي سرچینې وسنجول شي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې په جمهوررئیس سربېره د امنیتي او دفاعي ارګانونو لوړپوړو مسوولانو هم حضور درلود.