ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهوررئیس غني په حضور کې د باریکاب د اقتصادي او پرمختیايي ښارګوټي د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 15 کب 1395 ساعت 10:03

د پایتخت پرمختیايي زون د خپلواکې ادارې رئیس الهام‌عمر هوتکي نن له غرمې مخکې د کوـ۳، ایکسلینټ او لطیفي په نومونو درېوو شرکتونو سره د باریکاب د اقتصادي او پرمختیايي ښارګوټي د جوړولو لپاره په درېوو برخو کې قراردادونه؛ د جمهوررئیس غني په حضور کې لاسلیک کړل.

په پيل کې د پایتخت پرمختیايي زون د خپلواکې ادارې رئیس انجنیر الهام‌عمر هوتکي د باریکاب اقتصادي زون، د موقعیت، د ځمکې د څرنګوالي او اقتصادي اهمیت په اړه خبرې وکړې، وې ویل: دغه ښارګوټی د زرو فابریکو د جوړولو لپاره ډیزاین شوی دی، چې ۳۵زره کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي او د خصوصي سکتورشاوخوا ۲۰۰میلیون ډالرو په ارزښت پانګه به جذب کړای شي.

هغه زیاته کړه: په دغه ښارګوټي کې به سلو هغو فابریکو لپاره ځمکه ووېشل شي، کوم چې زموږ ګاونډيو هېوادونو کې پرې د کار او فعالیت زمینه تنګه شوې ده. د هغه په خبره حکومت په دغه ښارګوټي کې ۱۵میلیون ډالره پانګونه کوي، چې د درې کلونو په موده کې به د حکومت عاید  ۲۸ میلیون ډالرو ته ورسېږي.

ښاغلي هوتکي وویل، دا زون په هغو ځمکو جوړیږي چې د اوږدو کلونو راهیسې غاصبینو غصب کړې وې، چې د ملي امنیت شورا د پرېکړو او د جمهوررئیس په ملاتړ به نه یوازې دا ځمکې بېرته ترلاسه شي؛ بلکې هلته به سترې پرمختیايي پروژې هم پلې کېږي.

ورپسې د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان ګل‌نبي احمدزي خبرې وکړې او د کابل ګارنیزیون د جوړېدو راهیسې یې د هغو دولتي غصب شویو ځمکو یادونه وکړه چې د کابل اړوند بېلابېلو سیمو کې زورواکو غصب  کړې وې او د غاصبینو له منګولو یې راخلاصي کړي دي. هغه وویل: له غاصبینو څخه د باریکاب ښارګوټي اړوند شاوخوا سیمو د خلاصولو او د دغه ښارګوټي د امنیت د تامین په موخه ورته د ګارنیزیون په چوکاټ کې یوه قطعه منظور شوې ده، چې تر دې مهاله یې دوه ټولیه جوړ شوي دي.

هغه جمهوررئیس او ولس ته ډاډ ورکړ چې د غاصبینو له منګولو څخه د دولتي ځمکو د ترلاسه کولو لپاره به تر اخرۍ سلګۍ د ځمکو مافیا پر وړاندې درېږي او ټولې غصب شوې ځمکې به د هغوی له منګولو خلاصوي.

همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې رئیس یما یاري په دولتي پروژو کې پر شفافیت د ټینګار تر څنګ د هېواد په اقتصادي وده کې د دغو پروژو په اهمیت خبرې وکړې وې ویل: په تېر کال کې د جمهوررئیس په ملاتړ او د دغې ادارې او وزارتونو د ګډو هڅو له امله د تدارکاتو په نظام کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي چې اغیزې یې د شفافیت د بین‌المللي سازمان، سیګار ادارې، د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې(میک)، د افغانستان د روڼتیا څار او د ملي او بین‌المللي رسنیو په راپورونو کې منعکس شوي دي.

یما یاري وویل، تر اوسه یې د ۲۹۲میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰۰۰قراردادونه منظور کړي دي، چې له دې جملې څخه یې د ۱۲۳میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۶۰پروژې د ودانیزو چارو دي چې د باریکاب پروژه هم په کې شامله ده.

یما یاري د پایتخت زون په نوې جوړې شوې اداره کې رامنځته شوي تدارکاتي ظرفیت ته په اشارې وویل، د پایتخت زون یوه له هغو ادارو څخه ده چې د تدارکاتو په مخ کې يې پراته خنډونه اوار کړي دي او د ملي تدارکاتو ادارې له خوا ورته د تدارکاتي ظرفیت د درلودو تصدیق ورکول کېږي.