ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست نوماندانو سره مرکې وشوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 11 کب 1395 ساعت 09:45

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست له نوماندانو سره مرکې وکړې.

د دغو مرکو په بهیر کې چې په ارګ کې وشوې او په هغه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون‌پوه محمدسرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، له خواجه محمد عصامي، احمدالله ارچیوال، امام محمد وریماچ، عبدالرحیم داوود رحیمي، پوپل حبیبي، عبدالعزیزصمیم، احمدشاه زمانزي او سیدجمال‌الدین صاحب‌زاده سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست لپاره جلا جلا مرکې وشوې.

د ټاکنو د نوي قانون د ۲۲مادې په اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مکلف دي چې د یو راڼه بهیر له لارې د دارالانشا ریاستونو ته په شرایطو برابر نوماندان تشخیص کړي او د منظورۍ په خاطر یې لېست جمهوري ریاست ته وسپاري.

په پام کې ده له هر اړخیزې ارزونې وروسته د یادو نوماندانو له منځه یو تن د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئيس په توګه اعلان شي.

د یادونې وړ ده چې د محمدرضا کاتب په نوم یو نوماند په یو رسمي سفر له هېواد بهر دی.