faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 11 کب 1395 ساعت 09:41

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا نن ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.

په پیل کې د هېواد اونیز امنیتي وضعیت و ارزول شو او جمهوررئیس د دفاعي او امنیتي سکتور د راپور اورېدو تر څنګ د هېواد د زړه ورو ځواکونو میړانه او استقامت  وستایه او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه یې د خلکو او هېواد رېښتني اتلان وبلل.  

غونډې د راپور له اورېدو  او د وسله‌والو ځواکونو د بې‌سارو سرښندنو او قربانیو د ستاینې په دوام، د ۱۳۹۵کال د ژمني کمپاین لومړیتوبونه او لاسته راوړنې مثبتې و ارزولې او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روحي او فزیکي ځواکمنتیا د ستاینې تر څنګ یې د دوی دفاعي او رزمي انګیزې، عملیاتي پلانونه، د امنیت په ټینګښت کې  ګټور لومړیتوبونه، د سولې او ثبات دښمنانو د قوت او ضعف ټکو تفکیک د قدر وړ وبلل.

د غونډې په پای کې د ۱۳۹۶کال لپاره د دفاعي او امنیتي ارګانونو چمتوالی و څیړل شو او شته فرصتونو ته په پام، ملي امنیت شورا د پیش بیني شویو موخو، برنامو، ننګونو او پایلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.#