faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 16 مرغومی 1395 ساعت 10:04

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل .

په پیل کې د کندز د ولسي شورا رئیس انجینر محمد دین همدرد او ښاغلي انجینر فرید افضلي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې د تامین، زیربنا او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیاپه برخه کې یې د جمهور رئیس هڅې او هلې ځلې وستایلې.

یادو ویناوالود امنیت، زیربنا، معارف، زراعت، مالدارۍ او روغتیا په برخه کې د کندز د خلکو، بزګرو او کوچیانو شته ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې. هغوی همدارنګه د کندز ولایت په محلي ادارو کې د اصلاحاتو د تطبیق او خصوصي سکتور او پانګوالو ته د فعالیت او پانګونې په موخه د لازمو اسانتیاو د برابرولو وړاندیز وکړ.

جمهور رئیس غني له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندز د خلکو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې او د اصلاحاتو د تطبیق په  برخه کې یې د مشرانو، متنفذینو، علماو او د ټولنې د ټولو اقشارو مرسته مهمه وبلله.

جمهور رئیس په هېواد کې د روان جنګ د پایته رسولو لپاره د جنګ د بېلابېلو ابعادو تشخیص او د جنګ د هر بعد  د مخنیوي لپاره د جلا پلان ترتیب حتمي وباله. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې نظم، اصلاح او همغږي رامنځته شوې ده.

د هېواد جمهور رئیس وویل، دا وطن له ۴۰ کالو راهیسې په بحران کې دی او ځینې افراد بحران د ځان په ګټه بولي، ځکه بحران د دوی لپاره په  منفعت بدل شوی دی.

جمهور رئیس وویل، افغانستان د اسیا په نه جلا کېدونکې برخه بدل شوی، سیمه ییزه اقتصادي همکاري زیاته شوې او همدارنګه چین دېته قانع شوی چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه تېره شي.

جمهور رئیس غني وویل، شېرخان بندر، حیرتان، اقینه او تورغونډۍ زموږ د وچو بندرونو لړۍ تشکیلوي او په راتلونکو درې کالو کې به هرات او شېرخان بندر سره ونښلو چې له دې سره به د افغانستان اقتصادي نظام ثبات ومومي.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان په شما ل کې مو لومړی تمرکز د اورګاډي په کرښه او دویم د برېښنا په انتقال دی. هغه زیاته کړه، له دې لارې به افغانستان د سیمې د همکاریو د ثقل  په مرکز بدل کړو.

د هېواد جمهور رئیس وویل، کندز له یوې خوا د چین او ایران او له بلې خوا د چین او ترکمنستان د وصل په لاره بدلېدونکی دی. هغه زیاته کړه، حکومت ژمن دی چې په کندز ولایت کې د اصلاحاتو او انکشافي پروژود تطبیق، د خصوصي سکتور او پانګوالو د همکارۍ او پانګونې د جذب په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.