faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
په تیر کال کې د پایلو له پاره د وړتیاؤ لوړولو پروګرام ښې پایلې درلودې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 15 مرغومی 1395 ساعت 10:33

د پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (CBR) چی په دولتي ادارو کې د اړینو اصلاحاتو د راوستو او عامه خدمتونو ته د لاسرسی د ښه والي په موخه پیل شوی دی، د ۱۳۹۵ مالي کال په لړ کې د تیرو کلونو په پرتله زیات پرمختګ وکړ او د پام وړ پایلې درلودلی.
د یاد پروګرام په اړه د افغانستان د حکومت ژمنه دا وه چې د مالي کال تر پایه به د دې پروګرام له لارې په ښکیلو ادارو کې د ګمارنې لړۍ تر ۸۰۰ بستونو پورې رسوي، خو له نیکه مرغه دغه لاسته راوړنه تر دي هم لوړه شوه.
د پایلو له پاره د وړتیاؤ لوړولو پروګرام رئیس ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ وایي: په ټولو دولتي ادارو کې د تخنیکي ټیمونو څخه مننه کوم چې تر ډیره حده یې ددې پروګرام د ژمنو په ترسره کولو کې راسره مرسته کړې ده. دا کار د ګډو هڅو او ټینګ تعهد څخه پرته ممکن نه ؤ. ده زیاته کړه چې په یاد پروګرام کې ښکیلې ادارې مکلفې دي چې د اصلاحاتو او د هغه له پاره د تطبیق او استخدام پلانونه جوړ کړي.
د یاد پروګرام له مخې د ۱۵ وزارتونو د اصلاحاتو پلانونه جوړ او منظور شول چې ځینو وزارتونو ددې پلانونو په تطبیق کې لا له وړاندی کوټلي ګامونه اخیستي دي چې د پروګرام تخنیکي ټیمونه یې په منظمه توګه څاري او رهبرۍ ته د هغې راپورونه ورکوي.

په ۱۳۹۶ مالي کال کې ددې پروګرام ډیره توجه په ځانګړي ادارو کې د اصلاحاتو ترتیب او تطبیق ته دی، ځکه ددې پروګرام راتلوونکي په مقرریو پورې نه، بلکې په اصلاحاتو پورې تړلی دی.
د پایلو له پاره د کاري وړتیاؤ لوړولو پروګرم د مشرتابه پلاوي تشکیل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حکم پر اساس رامنځ ته شوی چې په دولتي ادارو کې ددې پروګرام له لارې د متخصصو او تجربه کارو کارکوونکو د ګمارنې، روڼتیا او د اصلاحاتو د راوستو او د اساسي پلانونو د پلې کیدو په برخه کې منظمه څارنه او نظارت وکړي.