ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
۵۸ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 15 مرغومی 1395 ساعت 10:29

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول دطالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو او ۱۰ تنو داعشیانو په شمول ۵۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي .


دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،کاپیسا، لوګر ،پکتیا،پکتیکا ، غزني ، کندهار ، ارزګان، زابل هرات، فاریاب، کندز ، بدخشان، تخار ، بلخ سرپل او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول د فاریاب ولایت د قیصار او غورماچ په ولسوالیو کې ۱۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان او ۹ موټر او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د لوګر ولایت د چرخ په ولسوالۍ کې ۲۰ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه داعشیان له منځه وړل شوي او د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲ تنه سیمه ایز قوماندانانو هریو ملا اشرف فدائي او ملا بابر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی .


همدا راز په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت د زنخان او اندړو په ولسوالیو کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان ، د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار په اړوندو سیمو کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت د زیړوک په ولسوالۍ کې ۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي او یو تن ټپي شوی او د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي .


ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
Image may contain: one or more people, people standing, sky and outdoor