faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
۵۳ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 14 مرغومی 1395 ساعت 09:44

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول دطالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانو او ۱۲ تنو داعشیانو په شمول ۵۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۳۰تنه ټپیان او ۶۶ تنه یی نیول شوي دي .


دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، لوګر ،پکتیا،پکتیکا ، غزني ، کندهار ، ارزګان، هرات، فاریاب کندز تخار ، بلخ او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول د لوګر ولایت د چرخ په ولسوالۍ کې ۲۶ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان او ۷ موټر او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د سنګین او نهر سراج په ولسوالیو کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو ملا عبدالغنی ، مولوی او حاجی کریم الله په شمول ۱۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۹تنه ټپیان او د چاودیدونکو توکو څخه ډک یو موټر له منځه وړل شوی او د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه داعشیان وژل شوی او د مهماتو یو زیرمتون له منځه وړل شوی ده .


همدا راز په یادو عملیاتو کې د د کندز ولایت ښار د بز کندهاری په اړوند سیمه کې یو تن وسله وال ترهګر له منځه وړل شوی او ۳ تنه ټپیان او د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې ۴ تنه شکمن نیول شوي دي .
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
No automatic alt text available.