ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
ځینې وختونه له اساسي قانونه د سرغړونې پښې لویې ښودل کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 19 مرغومی 1396 ساعت 15:54

اساسي قانون د هر هیواد د ملي یووالي او ثبات ساتندوی دی او هغه څه چې نن په افغانستان کې د دولت او ملت جوړونې په نوم یادېږي اساسي قانون یې د رامنځته کولو او تنظیمولو دنده په غاړه لري او د عملي کولو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
د ولسمشر دوهم مرستیال جلالتمآب محمد سرور دانش د سه شنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۹ نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اساسي قانون د تصویب د څوارلسمې کلیزې په تړاو جوړې شوې ناسته کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، د اساسي قانون د تحریف په اړه ځینې ادعاوې مطرح شوي خو دا ټولې ادعاوې له حقیقته لرې دي.


ښاغلی دانش که څه هم د اساسي قانون په اړه د څېړنيزو بنسټونو له لوري د څېړنو تر سره کولو څخه مننه وکړه خو ټینګار یې وکړ، چې ځینې وختونه له اساسي قانونه د سرغړونې پښې لویې ښودل کېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال ومنله، چې د اساسي قانون په عملي کولو کې کله نا کله ستونزې را منځته کېږي او کله هم له قوانینو څخه سرغړونه کېږي، خو زیاته یې کړه، چې له قانونه سرغړونه د دې مانا نلري چې اساسي قانون دې بې اعتباره او بې ارزښته شي. هغه زیاته کړه که په ځینو مواردو کې له اساسي قانون څخه سرغړونه کېږي باید و یې منو، خو د دې ترڅنګ دا هم باید ومنو چې د اساسي قانون په سلګونو نور موارد عملي کېږي. لکه د حقوقي او فرهنګي نظامونو رامنځته کېدل، د دولتي بنسټونو جوړول، د ټاکنو تر سره کول او د نړیوالو اړیکو تنظیمول.


د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ چې د اساسي قانون په وړاندې د دولت مسوولیت له نورو بنسټونو او افرادو څخه زیات دی، خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې ټول باید اساسي قانون ته درناوی وکړي ترڅو له دې لارې د ملي یووالي او سیاسي ثبات د ټینګښت زمینه رامنځته شي.   
###