ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د هلمند په مارجې او ګرشک ولسوالیو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 11 مرغومی 1396 ساعت 16:37

تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ داعشیانو په ګډون ۴۷ ترهګر وژل شوي او ۲۰ نور یې ټيپان شوي دي.


د ملي دفاع وزارت ویاند ډګر جنرال دولت وزیري، د دوشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۱ مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبریالانو د پوښتنو د ځواب ویلو پر مهال وویل، همدا مهال د هیواد په ۸ ولایتونو کې ۸ تعرضی عملیات دوام لري او همداراز د کوماندو ځواکونو له لوري ۱۴ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي. دغه راز د دښمن د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ۱۸ هوایي بریدونه هم تر سره شوي دي.


ښاغلی وزیري وویل، د هلمند ولایت د مارجې او ګرشک په ولسوالیو کې ۲۱ ترهګر، د ننګرهار ولایت د شینوارو، اچین، ده بالا، خوګیاڼیو او سرخرود په ولسوالیو کې ۱۱ ترهګر، د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې ۹ ترهګر، د غزني ولایت په مرکز کې ۲ ترهګر، د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ کې یو ترهګر او د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو ترهګر د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.


د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، په ننګرهار، غزني، زابل، ارزګان، فاریاب، بدخشان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
###