ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د روان کال په درېیمه ربعه کې د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو په تور ۱۶۸ کسان نیول شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 04 مرغومی 1396 ساعت 17:00

د روان کال په درېیمه ربعه کې د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو ۱۳۵ قضیې رسېدلي دي. ددغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد، د دوشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۴ مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې ۱۶۸ کسان په دغو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د هغه په خبره د نیولو شویو کسانو له ډلې، ۹ تنه یې د عامه خدمتونو مؤظفین، ۱۲ مېرمنې او ۲ تنه ایرانیان دي.
د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له لوري د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو اړوند د ۱۴۷ قضیو لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي او د نورو څېړنو اوعدلي تعقیب په موخه د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست ته لېږل شوي دي.


ښاغلی مؤحد وویل، چې د روان کال په درېیمه ربعه کې د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو پر وړاندې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، ۱۵۰ قضیې، چې ځینې یې له پخوا دوی ته لېږل شوې وې ابتداییه محکمې، ۸۵ قضیې یې د استیناف محکمې او ۵۳ قضیې یې د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان ته لېږلې دي.


د روان کال د دریمې ربعې په اوږدو کې ۱۷۴ تنه د ابتداییه محکمې لخوا او ۸۳ تنه د نشه یې توکو او مسکراتو پر وړاندې د استیناف د محکمې لخوا په جزا محکوم شوي او د تورنو کسانو له ډلې ۹ تنه یې د کره دلایلو د نشتون له امله برائت تر لاسه کړی دی.
د روان کال په درېیمه ربعه کې د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو ۱۳۵ قضیې، د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته رسېدلي دي. د تورنو کسانو پر نیولو سربېره ۳۹۱ کیلو ګرامه هیرویین، ۱۲۶ کیلوګرامه مورفین، تر ۴۵۰۰ کیلوګرامو زیات تریاک، له ۴۰ زرو کیلو ګرامو زیات چرس او په سلګونو کیلو ګرامه الکولي مشروبات، جامد او اوبلن کیمیاوي توکي کشف او تر لاسه شوي دي.


خوست، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، ارزګان او لغمان هغه ولایتونه دي، چې په یاده موده کې د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په عدلي او قضایي مرکز کې د نشه یې توکو او مسکراتو د جرمونو اړوند هیڅ ډول قضییه نلري.
د نشه یي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د قانون له مخې د نشه یې توکو اړوند هغو قضییو ته د رسېدو عدلي او قضایي صلاحیت لري، چې اندازه یې لږه تر لږه ۲ کیلوګرامه هیرویین، ۱۰ کیلوګرامه تریاک، ۵۰ کیلو ګرامه چرس، ۵۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي توکي یا ۵۰ لیتره الکولي مشروبات وي.    
###