ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د کلیوپراختیا او بیارغونې وزارت لخوا په وروستیو ۳ کلونو کې د پراختیایي پروژو له لارې څه باندې ۱۱ ملیونه کلیوال برخمن شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 16 تله 1396 ساعت 15:31

همداراز دغه وزارت په وروستیو ۳ کلونو کې د ۹۱۶ ملیونو ډالرو په لګښت ۴۰ زره او ۹۶۷ پروژې
پلې کړې دي.

اکبر رستمي د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند په هغه خبري ناسته کې، چې یکشنبې د تلې میاشتې په ۱۶مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه وویل، چې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت په تیرو ۳ کلونو کې ۱۱ملیونه او ۳۲۵ زره کلیوال چې ۶۶۹ کلي، ۳۸۱ ولسوالۍ او ۳۴ ولایتونه پکې شامل دي له دغو پروژو څخه برخمن شوي دي.

د نوموړي په وینا د سړک جوړونې په برخه کې ۷ زره ۹۵۵ پروژې بشپړې شوې، چې ۲ ملیونه او ۷۰۰ زره کلیوال به له دې وروسته صحي مرکزونو، ټولنیزو خدماتو او ښار ته لاسرسی ولري.

د ده په وینا د ملي وحدت د حکومت په ۳ کلونو کې ۲ ملیونه او ۹۰۰ زره کلیوالو ته د څښاک صحي اوبو ته د لاس رسي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

رستمي دغه راز وویل، د ۳ ملیونه او ۶۰۰ زره بزګرو او بڼوالو لپاره د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره د هغوی په محصولاتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

رستمي وايي په تیرو ۳ کلونو کې ۴۹۹ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي، د ۳۹ ښوونیزو مرکزونو بنسټ ایښودل شوی او پدې موده کې ۲ روغتونونه او د ۶۲ کلینیکونو ودانۍ بشپړې شوې دي.
###