ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د ښځو چارو وزارت د درې کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 11 تله 1396 ساعت 16:13

دلبر نظري، د ښځو چارو وزیرې د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خپلې ادارې د درې کلنو لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړل. هغې وویل، د ښځو چارو وزارت د یوې مهمې او کلیدي ادارې په توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو، ښځو ته د کارموندې او د ښځو لپاره د حکومت پالیسي جوړونکې اداره ده، چې په تېرو درې کلونو کې لاسته راوړنې هم لري.


مېرمن نظري زیاته کړه: د حراست او عدالت غوښتنې په برخه کې له ۱۳۹۳ کال څخه د ۱۳۹۶ کال تر دویمې ربعې پورې د ښځو ۲۰۱۴۷ حقوقي قضیې، چې ۱۸۲۲۴ یې د تاوتریخوالي پېښې دي په وزارت کې ثبت شوې او له هغې جملې څخه ۵۱۸۶ یې د مصالحې او مشورو له لارې هوارې شوي او ۱۴۹۶۲ نورې یې عدلي او قضایي ادارو ته استول شوې دي.


د ښځو چارو وزیرې همداراز وویل، په مرکز او ولایتونو کې ۴۶۶۸ ښځې حمایوي مرکزونو ته ور پېژندل شوي، چې له هغې جملې څخه ۲۱۱۹ تنه یې د قضییو تر هواري وروسته خپلو کورنیو ته ستنې شوي دي.
دلبر نظري زیاته کړه، د یاد وزارت د عدالت غوښتنې پرمټ د زنداني ښځو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۲۵ فرمان له مخې په مجازاتو کې تخفیف را منځته شوی، چې له امله یې ۳۰۹ ښځې بښل شوي او د ۳۱۱ نورو په مجازاتو کې تخفیف راغلی دی. همدارنګه یو شمېر قوانین او اسناد لکه جزایي کود، د سکنجې قانون، د ملکیت د اسنادو مدني قانون، د جنسي زورونې او آزار د منعې قانون او د جندر له مخې د نکاحنامو رسمي سند او اصلاحي نظرونه اړوندو ادارو ته د تعدیل لپاره استول شوې دي.


مېرمن نظري له تاوتریخوالي سره د مبارزې او جندر د زیاتوالی په اړه وویل، د ښځو چارو وزارت د عدالت غوښتنې له امله په ۳۰ ادارو کې د ښځو د آزار او اذیت د منعې کمیسیونونه او په ۱۳ وزارتونو کې د جندر کمېټې رامنځته شوې دي. د ښځو چارو وزیرې زیاته کړه، چې د ښځو د اقتصادي رفاه او کارموندنې په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي، چې په وینا یې ۲۳۷۰ ښځې په ولایت کې د پروموت رهبرۍ د پراختیا پروژې ته ور پېژندل شوي او ۱۷۰۰ نورې لیسانسه نجونې د پروموت پروګرام له لارې دولتي ادارو ته ورپېژندل شوي دي. د ۳۰۰۰ ښځو لپاره د هندوستان هیواد د سیوای پروژې له لارې د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې او ۲۲۲۸ محتاجې ښځې په خصوصي شرکتونو په دندو ګمارل شوې دي.
###