ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
حکومت د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع د خونې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 10 تله 1396 ساعت 14:42

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو عمومي خونه نن دوشنبه د تلې میاشتې لسمه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د هیواد لومړۍ میرمن آغلې رولا غني، دولتي چارواکو، خصوصي سکتور او سوداګرو ښځو پکې ګډون کړی ؤ پرانیستل شوه.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویدیویي پیغام کې چې په همدې موخه خپور شو وویل، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د کار پیل، د سوداکړۍ، په برخه کې د ښځو په فعالیت کې نوی باب پرانیزي او پدې توګه سوداګرې ښځې دا وړتیا پیدا کوي، چې د کارموندنې، سوداګرۍ، پانګه اچونې او ځان بسیاینې په برخو کې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.


ولسمشر همداراز وویل، چې حکومت د ښځو سوداګرۍ او صنایعو د خونې له برنامو څخه ملاتړ کوي او په اقتصادي عالي شورا کې د دې خونې د استازو د ګډون په موخه مرسته کوي ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ستونزې هوارې کړي.
د هیواد لومړۍ میرمن بي بي ګل غني، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود وویل، د افغانستان د ښځو سوداکرۍ خونې د کار پیل د دې ښکارندویي کوي، چې د سوداکرۍ او صنعت په برخه کې د متشبثو او پیاوړو ښځو شمير ډیر شوی او د سوداګرو ښځو د سترو فعالیتونو لپاره نیک او پیاوړی اقدام دی.


لومړۍ میرمنې همداراز زیاته کړه، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې پرانیسه نورې ښځې هڅوي ترڅو د اقتصادي بسیاینې په موخه هڅه وکړي او پدې توګه د نارینه و له اوږو هم د اقتصادي مسوولیت بار را کمیږي.
بي بي ګل غني ټینګار وکړ، چې مبتکرې ښځې د ټولنې د ملا تیر جوړوي او په سوداګرۍ او صنایع خونه کې د هغوی د فکر او تجربو بدلول کولای شي، د سوداګرو ښځو د ستونزو په هواري کې هم پوره مرسته وکړي.


په همدې توګه د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري د ښځو سوداګرۍ او صنایع خونې پرانیستل او د رهبري هیآت ټاکل په اقتصادي برخه کې د ښځو د رهبرۍ لخوا ستر ګام وباله او د حکومت لخوا یې د ښځو د ملاتړ یادونه وکړه.
آغلې نظري زیاته کړه، چې اقتصادي برخه کې د ښځو ګډون مخ په ډیریدو دی، د حکومت او نړیوالو همکارانو لخوا هم د ښځو د پرمختګ او پیاوړتیا په موخه ځینې پروګرامونه په لار اچول شوي دي.
د ښځو چارو وزیرې په اقتصادي برخه کې د ښځو ګډون اړین وباله او زیاته یې کړه، چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه د کورني تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې هم ډیره مرسته کوي.
آغلې نظري ښځو ته د آسانتیاو د برابرولو په موخه د یوشمیر قوانینو، پالیسي ګانو او میکانیزمونو د لیکلو او رامنځته کیدو خبر هم ورکړ، چې کولای شي اقتصادي برخه کې د سوداګرو ښځو ستونزې په پوره توګه حل کړي.