ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د ولسمشر دوهم مرستیال: ګرځندوی په سیمه او نړۍ کې له سولې سره مرسته کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 04 تله 1396 ساعت 15:18

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سپتمبر له ۲۷مې د ګرځندوی له نړیوالې ورځې څخه نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او ګڼ شمیر د ادارو مشرانو ګډون کړی ؤ لمانځنه وکړه.
د ولسمشر دوهم مرستیال چې د غونډې برخه والو ته یی وینا کوله وویل، د ګرځندوی صنعت یوه نړیواله پدیده ده چې کلنی لګښت یی د نړۍ په کچه د کال ۲ زره میلیارده ډالره راځي.


ښاغلي دانش افغانستان ته د بهرنیو سیاحانو او ګرځندویانو تګ راتګ ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت مخ په پراخیدو دی او له دې فرصت څخه باید د افغانستان د فرهنګ د پيژندنې او د عوایدو د ډیریدا په برخه کې کار واخیستل شي.
د دانش په وینا، افغانستان د طبیعي زیرمو،  تاریخي او سیاحتي ځایونو په درلودلو سره د ګرځندوی د صنعت د ودې په برخه کې بی شمیره فرصتونه په ځان کې لري.


دانش زیاتوي، د ګرځندوی صنعت وده سیمه کې د تمدنونو تر منځ د خبرو اترو لاره اواروي او د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته کوي، دښمنۍ په دوستۍ بدلوي او له سیمه ییز او نړیوال ټیکاو سره مرسته کوي.
دانش زیاته کړه، دا چې د ګرځندوی صنعت یو نمایشي لیدلوری لري موږ باید دغه لوری د اقتصادي صنعت، د عوایدو د زیاتیدو او د هېواد د فرهنګ د پیژندګلوۍ لوري ته واړوو، د حکومت تر څنګ له خصوصي سکتور سره هم د توریزم د ودې په برخه کې ملاتړ وشي. 
ښاغلي دانش د کورني توریزم پر ودې ټینګار وکړ، او زیاته یی کړه چې ځوانانو ته په کور دننه د سیاحتي تورونو  په لاره اچول د سیمې د پیژندګلوۍ او د هېواد د بیلابیلو قومونو تر منځ په تفاهم کې مرسته کوي.


د اطلاعات او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی چارو مرستیاله سیده مژګان مصطفوي په هېواد کې د ګرځندوی صنعت پر اهمیت او پدغه برخه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پلانونو او برنامو په اړه خبرې وکړې او زیاته یی کړه چې، افغانستان د توریزم او د ګرځندویانو د جذب لپاره بی شمیره سیمې لري.
مصطفوي وايي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې لمانځنې په لړ کې له بیلابیلو سیاحتي او توریستي شرکتونو سره ناستې په پام کې لري، دغه راز په پام کې لرو چې د لاسي صنایعو او د عکاسۍ نندارتونونه هم پرانیستل شي، له دغو پروګرامونو څخه ځینې چارې عملي شوې او ځینې یی د همدې اونۍ په اوږدو کې عملي کیږي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیالې وویل، د دغه وزارت څېړنې ښيي چې هېواد ته د ګرځندویانو او توریستانو تګ راتګ ډیر شوی یوازې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۳۰۰ زره ګرځندویانو له بامیانو څخه لیدنه کړې او تر زرو پورې توریستي او ګرځندویه شرکتونه پدغه وزارت کې ثبت او راجستر شوي دي.