ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د امنیتي سکتور د ویندویانو په ناسته کې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې څخه د نمانځنې د څرنګوالي او د کابل د امنیتي پلان په اړه خبرې وشوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 25 زمری 1396 ساعت 17:11

نن له غرمې وروسته چهارشنبه د زمري په ۲۵ مه نېټه د امنیتي، سیاسي او انکشافي سکتورونو د ویندویانو ناسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.


د ناستې په پیل کې فیروز بشري، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال د ناستې ګډونوالو ته د کابل د امنیتي پلان او د هغه د خبري پوښښ په اړه مالومات ورکړل او زیاته کړه، چې د کابل د امنیتي پلان د جزییاتو په اړه د کابل د والي، د ښاروالۍ د سرپرست، د ۱۰۱ آسمایي زون قوماندان او د پلازمېنې زون د پراخیتا د خپلواکې ادارې د رییس لخوا د مالوماتو ورکړه د کورنیو او نړیوالو رسنیو بدرګه له ځان سره لرله.


په دې ناسته کې تورن جنرال دولت وزیري، د ملي دفاع وزارت ویاند لخوا د هیواد د خپلواکۍ د اته نوییمې کلیزې د نمانځنې په اړه د حکومت د پروګرامونه په اړه مالومات ورکړل شول.
وزیري وویل، چې د حکومت لخوا د هیواد د خپلواکۍ د ورځې د ښې نمانځنې په موخه یو کمیسیون ټاکل شوی دی او همداراز په امنیتي، فرهنګي، تشریفاتي او تدارکاتي برخو کې هم ځانګړې کمېټې د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په موخه د پروګرامونو په جوړولو بوختې دي. هغه زیاته کړه، چې د خپلواکۍ ورځې د نمانځنۍ په موخه په پلازمېنه، ولایتونو او له هیواد څخه بهر د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې یو شمېر پروګرامونه په لاره اچول کېږي، چې هیوادوال کولای شي په ډاډه زړه پکې برخه واخلي.


د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د حکومت د بېلابیلو ادارو ویندویان به په پوره همغږۍ سره د کابل د امنیتي پلان د خبر رسولو په برخه کې او د هیواد د خپلواکۍ له ورځې د نمانځنې د تیاریو په اړه د حکومت پیغامونه د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوي.