ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د کابل د امنیتي طرحې په اړه مالومات ورکړل شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
Administrator   
سه شنبه 24 زمری 1396 ساعت 13:16

د کابل ښار د ډيپلوماټیکو سیمو د امنیت ټینګښت د کابل د امنیتي طرحې له لومړیتوبونو څخه دی، چې له هغه ورورسته به یاده طرحه د کابل نورو سیمو، ولسوالیو او حتا ولایت ته هم وغزول شي.
د کابل امنیتي طرحه د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني لخوا تایید او د پلي کېدو چارې یې له څوو اوونیو را پدیخوا پیل شوې دي.


جنرال سالم احساس، د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین مرستیال او د ۱۰۱ آسمایي زون د قوماندانۍ سرپرست، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی ؤ وویل: تر دې مهاله د کابل ښار د ډیپلوماټیکو سیمو په څلور خواوو کې ۲۶ چک پاینټونه توظیف شوي دي او د یادو سیمو په لسو لارو کې یې له انحرافي موانعو څخه ګټه اخیستل کېږي او د لوړ تناژ موټر چې یادو سیمو کې د بار کوزولو اراده لري له یوه ټاکلي لوري تګ او راتګ کوي.


جنرال احساس زیاته کړه، چې د کابل ښار په ډیپلوماټیکه سیمه کې د کشفي ارګانونو او پولیسو پر منسوبینو سمبال سیار چک پاینټونه او سیار سکنرونه هم توظیف شوي دي، د ۱۰۱ آسمایي زون د قوماندان به خبره امنیتي پلان د کابل ښار په ډیپلوماټیکه سیمه کې پرمختګ کوي او د کابل د امنیتي ټیم پولیس به د موټرو او موټر سایکلونو پر مټ خپلې ګزمې تر سره کوي.


هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د کابل ښار په څلورو امنیتي دروازو کې سکنرونه فعال شوي دي او تمه ده چې د ښار نورو سیمو ته به هم دا لړۍ وغزول شي. جنرال سالم احساس ټینګار وکړ، چې له کابل ښار نه یې غیر ضروري چک پاینټونه لرې کړي او پر ځای یې اصلي چک پاینټونه پیاوړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د کابل ښار د امنیتي طرحې لپاره د تاوتریخوالي ضد یو ۵۰۰ کسیز کنډک هم په پام کې نیول شوی ترڅو هغه لاریونونه او غونډې چې په تاوتریخوالي اوړي اداره کړي.


عبدالله حبیب زی، د کابل ښاروال چې د کابل ښار د امنیتي طرحې د ځینو برخو په جوړښت او پلي کېدو کې رول لري وویل، کابل ښاروالي له یادې طرحې د ملاتړ په موخه یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي چې په هغو کې د کابل ښار د ترافیکو مدیریت، د سړکونو جوړول، د ښاري ترانسپورټ را منځته کول او د کابل ښار د پتې موندنې پروګرامونه شامل دي. هغه وویل، یو ګډ بورډ جوړ شوی ترڅو د کابل ښار د ترافیکو چارو ته سمون ورکړي او د کابل ښار د ترافیکو مشري په غاړه واخلي.


د پلازمېنې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې رییس، چې د هغه اداره هم د کابل ښار د امنیتي طرحې په جوړولو کې ونډه اخیستې وویل، چې دې ادارې د وزیر محمد اکبر خان د سړک د بدیل لپاره یوه طرحه وړاندې کړې، چې د دې طرحې له مخې به له بدیلې لارې څخه تر ګټې اخیستنې پورې د وزیر محمد اکبرخان سړک د ترافیکو پرمخ نه تړل کېږي.  انجنیر الهام عمر هوتکي وویل، چې د بي بي مهرو، قلعه خیاط، قلعه ناظر، او قلعه موسی د غیر پلاني سیمو د اوسېدونکو لپاره، چې له هغه ځایه د وزیر محمد اکبر خان سړک بدیله لار تېرېږي په همدې سیمه کې رهایشي بلاکونه په پام کې نیول شوي دي. هغه ټینګار وکړ، چې تر هغو به بدیلې لارې د جوړولو او په یاد مسیر کې د کورونو د ورانولو چارې پیل نشي ترڅو یې د دې بلاکونو کیلیګانې هغو کورنیو ته نه وي سپارلې، چې کورونه یې د وزیر اکبر خان سړک د بدیلې لارې له امله نړول کېږي.


د کابل امنیتي طرحه په لنډ مهاله او منځمهاله کټګوریو ویشل شوې، چې د ۱۰۱ آسمایي زون د قوماندان په خبره، د لنډ مهالې کټګورۍ پلي کول به یې درې میاشتې او د منځمهاله هغې به یې شپږ میاشتې وخت وغواړي
###