ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د سویډن تازه مرستې به ۱۳ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 18 زمری 1396 ساعت 11:24

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات د سویډن د شاهي هېواد په مرسته د هېواد په یو شمېر  ولایتونوکې ۱۳ زره او ۹۲۹ کسانو ته دندي ایجادوي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګد خبري کنفرانس کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد درانی او د سویدن سفیر اندریس سابیرګ خبرې کولې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د سویدن هېواد د کابو ۹ میلیونه ډالرو د مرستې خبره وکړه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد درانی د بیارغونې او پراختیا په برخو کې  د سویډن هېواد له مرستونه مننه او قدرداني وکړه،  او ویې ویل چې د سویډن هېواد نوې مرستې به د کارموندې، د بیوزلی د کچې د ټیټولو، بیارغونه او پراختیایي پروژو کې ولګول شي.


هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک د دغو مرستو منندوی دي او د دې مرستو قدر کوي. د سويډن له سفیر سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل: " پتیل شوې چې د دې نوي مرستې له لارې د هېواد په یو شمېر ولایتونوکې د اړتیا پراساس ۲۲۸ کلي، د کارموندنې د برنامې تر پوښښ لاندي راشي، مونږ تر ډېره هغه سیمې تر پوښښ لاندې نیسو چې بې ځایه شوي او راستانه شوي  کډوال هلته ژوند کوي." ښاغلي درانی وویل: " د دې پروژې عملي کول په ټولیز ډول ۵۴۳ زره او ۲۲۱ کاري ورځې ایجادوي، یعني ۱۳ زره او ۹۲۹ کسانوته لنډ مهالې دندې برابروي، مونږ هڅه کوو داسې پروژې پلې کړو چې اقتصادي تاثیر یې ډېر وي او دخلکو په ژوند مثبت اغیزه ولري." هغه زیاته کړه " دغه پیسې د ولسي تړون د برنامې په اډانه کې د کارموندنې په برخه کې مصرف کیږي." دکلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر همداراز وویل: " په پام کې لرو چې د دغې مرستې له لارې بې ځایه شوي او راستانه شوي کډوالوته کاري زمینه برابره کړو همداراز زمونږ بله موخه داده چې هغو ښځوته چې کورنۍ یې بې سرپرسته دي هغوته دندنې ایجاد کړو." په همدي حال کې د سویډن سفیر اندرس سابیرګ په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان لپاره د سویډن هېواد مرستې د اوږد مهال لپاره دي.


په افغانستان کې د سويډن سفیر وویل: " د پراختیا او بیارغونې په برخوکې د سويډن مرستې تر ۲۰۲۴ کاله پورې دوام پیدا کوي. مونږ د افغانستان د پرمختګ لپاره اوږد مهاله تعهد لرو." هغه زیاته کړه:" د افغانستان حکومت د اړو خلکو وضعیت ته د رسیدو په موخه د څارنې او ساتنې او کار موندنې په برخو کې د ولسي تړون تر چتر لاندې برنامه پیل کړي ده کومې پیسې چې په دې برخه کې لګول کیږي، کلیوالو خلکوته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابروي."
د سويډن سفیر وویل: " نن زه خوښ یم او له همدي تریبون نه تاسوته وایم چې د سویډن هېواد تصمیم نیولی چې د نړیوال بانک او ARTF له لارې د کارموندنې د پروګرام ملاتړ وکړي. مونږ دغه برنامې ته کابو ۹ میلیونه ډالر بیل کړي دي." هغه زیاته کړه چې دغه برنامه د ټولنیزې پراختیا د ترویج، د بیوزلو خلکو د ساتنې او ملاتړ او د ټولنې آسیب پذیرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي چې سړک جوړونه، د بنسټیزو پروژو څارنه اوساتنه،  د ټولنیزو خدماتو بیارغونه او په نورو برخو کې کار کوي. د سویډن سفیر همداراز وویل: "غواړم یادونه وکړم چې په دغه برنامه کې هغو ښځو ته چې د خپل کورنۍ سرپرستې پر غاړه لري هم پاملرنه کیږي."  د ویلو ده چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت تر دې مهاله  د ملي پیوستون د پرګرام له لارې ۱۲ زره او ۸۲۹ پروژې د سړک جوړونې، اوبو رسولو اوبولګولو په برخو کې د ۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت په ۳۴ ولایتونوکې د ۹ زره او ۹۷۷ شوراګانو پر مټ پلې کړې دي، چې له دې سره ۱۳ میلیونه او ۶۰۰ زره کاري ورځې برابري شوي دي. د دغو پروژو په پلي کولوسره  ۷۷۲ زره کسانوته لنډ مهالې دندې او یو زر او ۳۲۰ انجنیرانو او ټولنیزو کارکونکو ته دوام داره دندې ایجاد کړي دي.
###