ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
له دې وروسته به د افغانستان ټوله فضا د یوه پرمختللي رادار سیسټم پر مټ څارل کېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 16 زمری 1396 ساعت 10:18

د افغانستان د هوایي چلند د خپلواکې ملکي ادارې د رادار دستګاوو د ساتنې او څارنې تړون له ټالس شرکت سره، چې د دې سیسټم جوړونکی دی، لاسلیک کړ.
محمود شاه حبیبي، د هوایي چلند د خپلواکې ادارې عمومي رییس چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د دې قرارداد د اهمیت په اړه خبرې کولې، زیاته کړه: " د (MLAT) رادار سیسټم څخه په ګټې اخیستنې سره د هیواد هوایي حریم د رادار د سکرین پر مخ را ښکاره او په ښه ډول څارل کېږي" دا سیتسټم به د افغانستان د هوایي ترافیکو ظرفیت لوړ کړي او د هوایي لارو د زیاتېدو فرصتونه به رامنځته کړي.
د هوایي چلند د خپلواکې ادارې د رییس په خبره، له (MLAT) سیسټم نه په ګټې اخیستنې سره به د الوتکو ترمنځ فاصله کمه شي او د الوتنو فیس به په هره الوتنه کې له ۵۰۰ ډالرو څخه ۷۰۰ ډالرو ته لوړ شي.
د افغانستان د هوایي حریم عواید چې په ۱۳۹۶ کال کې ۴۰ میلیونه ډالر ؤ، د (MLAT) سیسټم په فعالېدو سره به ۵۸ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
د دې سیسټم د نصبولو لګښت ۲۴ میلیونه یورو ده او د ساتنې او څارنې کلنی لګښت یې ۹ میلیونه یورو اټکل شوی دی.   
###