ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
حکومت پخپلو ودانیزو کارونو کې له کورنیو ودانیزو توکو ګټه اخلي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
شنبه 14 زمری 1396 ساعت 16:44

دښار او کور جوړلو وزارت د لومړي ځل لپاره د افغانستان د صنایعو او کانونو له خونې سره له کورنیو ودانیزو توکو څخه د استفادې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.  
د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د ښار او کور جوړولو وزارت په ټولو ودانیزو پروژو کې د نورم او ستنډرډ له مخې له کورنیو ودانیزو توکو څخه ګټه اخیستل کېږي او دا موضوع به له قرارداد کوونکو شرکتونو سره د هغوی د مکلفیتونو د یوې برخې په توګه د تداراکاتو په شرطنامه کې ځاي پر ځای شي.
نیلوفر لنګر، د ښار او کور جوړولو وزارت ویاندې، د شنیې په ورځ د زمري په ۱۴ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال زیاته کړه،  چې د دې هوکړه لیک له مخې به د ښار او کور جوړولو وزارت د بیې په لحاظ تر ۲۵ سلنې پورې کورنیو ودانیزو توکو ته لومړیتوب ور کړي.
د حکومت د رهبرۍ د فیصلې پر بنسټ، په راتلونکي مالي کال کې د ټولو وزارتونو ودانیز کارونه د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا پر مخ وړل کېږي.
همداراز د دې ستر اقدام ترڅنګ، د ښار او کور جوړولو وزیر ولایتونو ته د سفرونو په دوام سره د ارزګان، زابل، دایکندي او کندز ولایتونه ته سفر وکړ او د وزارت نوي پرګرامونه یې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو سره شریک کړل.
د دې سفرونو په ترڅ کې د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا یو شمېر نوې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یو شمېر نورو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د مېرمن لنګر په وینا، په روان کال کې به د دې وزارت لخوا په دایکندي ولایت کې د څلورو ودانیزو پروژو د جوړولو کار پیل شي. همدارنګه د ارزګان ولایت لپاره ښاري پلانونه تر کار لاندې دي او د زابل ولایت د مسلکي تعلماتو د مؤسسې تدریسي ودانۍ جوړېږي او په دې ولایت کې به د اوبو رسولو سروې هم پای ته ورسېږي.
همداراز په روان کال کې د قالین اوبدونکو د ښارګوټي پروژه په زر جریبه ځمکه کې د ۱۹۹۴ کورنیو لپاره د ۱۱۰ غټو او وړو صنعتي فابریکو په ظرفیت لرلو سره جوړېږي. په همدې حال کې د کندز ولایت لپاره ماسټر پلان هم تر کار لاندې دی.
###