ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
په کابل ښار کې د څښاک اوبو رسولو د سترې پروژوې د لومړي فاز د جوړلو کار پرانستل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 08 زمری 1396 ساعت 17:08

د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو رسولو پروژه په درې فازونو وېشل شوې، چې د لومړي فاز د جوړولو تړون یې تېره ورځ د افغانستان د اوبو رسولو د ریاست او د پلي کوونکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو. حمیدالله یلاني د افغانستان د اوبو رسولو ریاست عمومي رییس د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو پروژې د درېوو فازونو ټول لګښت ۱۰۰ میلیونه ډالره دی، چې د آلمان، د امریکا پرمختیایي ادارې او د فرانسې د پراختیایي بانک څخه تمویلېږي." د یلاني په وینا، د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو د لومړي فاز د جوړولو ټول لګښت، چې تېره ورځ لاسلیک شو، له ۱۱ میلیون امریکایي ډالرو څخه زیات دی او لس زره کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

یلاني زیاته کړه، چې د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو د پروژې د لومړي فاز د جوړولو چارې، چې د کابل ښار څلورمه او پنځمه ناحیه په بر کې نیسي د ۱۰۸۰ کاري ورځو په ترڅ کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د افغانستان د اوبو رسولو عمومي رییس وویل: د کابل ښار د څښاک اوبو رسولو د پروژې د لومړي فاز لپاره د لوګر او بګرامیو له سیمو څخه اوبه په وزیر محمد اکبر خان تپه کې د اوبو عمومي ذخیرې ته لېږدول کېږي او له هغه وروسته به اړوندو کورنیو ته وېشل کېږي.

ښاغلی یلاني ټینګار وکړ، چې د کابل ښار د اوبو رسولو پروژې دوهم او درېم فاز د جوړولو چارې په یو او بل پورې تړلي دي، هغه وویل: " د اوبو رسولو د پروژې د دوهم فاز د جوړولو چارې به په نیږدې راتلونکي کې پیل شي او د دریم فاز پروژه هم د تدارکاتو په حال کې ده."
د افغانستان د اوبو رسولو عمومي رییس په کابل ښار کې د اوبو رسولو د پروژو د پلي کېدو هدف له یوې منبع څخه د اوبل وېشل او تر ځمکې لاندې اوبو له کګړتیا څخه مخنیوی وباله.     

###