faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او خپلو موخو ته نده رسېدلې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
شنبه 27 غبرګولی 1396 ساعت 16:35

داعش ډلې غوښتل، چې د خراسان څانګه په ننګرهار ولایت کې ځای پرځای کړي، خو د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو له کبله یاده ډله خپلې موخې ته نده رسېدلې. تورن جنرال ارکان حرب طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت سرپرست د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷ مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: " داعش ډلې خپل فعالیتونه د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې د هلمند، فراه، ارزګان او زابل ولایتونو کې پیل کړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او وځپل شول. د ملي دفاع سرپرست زیاته کړه، چې داعش ډلې په یادو ولایتونو کې تر ماتې وروسته د ننګرهار په کوټ، پچیراګام او اچین ولسوالیو کې خپل فعالیتونه متمرکز کړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو پرله پسې ځمکني او هوایي عملیات د دې لامل شول، چې داعش ډله په یاد ولایت کې هم خپلو ستراتیژیکو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشي.

د بهرامي په وینا، په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل راهیسې، د یادې ډلې د ځپلو په موخه دولس ستر عملیات د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، چې له امله یې ۲۵۰۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۸۰۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. بهرامي زیاته کړه، چې په وژل شویو او ټپیانو کې د داعش ډلې یو شمېر مهم مشران او قوماندانان هم شامل دي.

د ملي دفاع سرپرست همداراز وویل، اوس مهال افغان امنیتي ځواکونو، داعش وسله وال له پچیراګام او چپرهار ولسوالیو شړلي او دا مهال د تورې بورې په لوړو برخو کې د یادې ډلې غړي تعقیبوي او د پرمختګ په حال کې دي.
طارق شاه بهرامي ټینګار وکړ، چې اوس مهال داعش وسله وال د ننګرهار له ټولو سیمو څخه شړل شوي او په غرونو او درو کې په وړو ډلو تیت شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په پای کې زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه له داعش او نورو تروریستي ډلو سره مقابلې ته چمتو دي او له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په خاطر لا زیاتو قربانیو ته تیار دي.