ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
مطبوعاتي اعلامیه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 11 غويی 1396 ساعت 09:18

ارګ، کابل: د پاکستان اسلامي جمهوریت پارلماني پلاوی چې د دغه هېواد د پارلمان د رئیس سردارایاز صادق په مشرۍپرون کابل ته راغلی وو، د ملي شورا له استازو سره تر کتلو وروسته یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني سره هم وکتل.

د ملي یووالي حکومت افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر هرکلی کوي او دا لیده کاته د نظرونو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د مشترک درک او باوري فضا د ایجاد لپاره مناسب فرصت، ګڼي.

د ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې د افغانستان او پاکستان د خلکو ګډ درک او د اړیکو رامنځته کول د تروریستې ډلو له کړنو څخه د راپیدا کېدونکو ګواښونو پر وړاندې چې دا مهال د دواړو هېوادونو او سیمې خلک ګواښي، زموږ هڅې همغږې او موثرې کولای شي.

د افغانستان حکومت تمه لري چې دا کتنې به د باور فضا په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي او پخوانۍ بې باورۍ له منځه یوسي.

ملي یووالي حکومت د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکارۍ په اړه د پاکستان د پارلماني پلاوي د نیک نظر هرکلی کوي او د دې ډول فضا رامنځته کېدل د افغانستان او پاکستان د خلکو او په دواړو هېوادونو او سیمه کې  د سولې او ثبات په ګټه بولي.

هېله من یوو، دا کتنې د پاکستان دولت د هغو ژمنو د پلي کېدو لامل شي چې په درې اړخیزو  او ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې یې د افغانستان  د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د همکارۍ په موخه کړې وې.