ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
پراچین د لوی بم استعمال د سیمې د خلکو روغتیا ته زیان نه دی اړولی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 28 وری 1396 ساعت 11:25

ډاکتر وحید مجروح د روغتیا وزارت ویاند یکشنبه د وري په ۲۷ مه نیټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: هغه لوی بم چې د امریکايي ځواکونو له لوري د داعش ډلي د مرکزونو او پټن ځایونو د له منځه وړلوپه موخه د اچین په مهمند دره کې استعمال شو، د سیمې د اوسیدونکو روغتیا ته یې کوم زیان نه دی اړولی. هغه زیاته کړه : (( امریکا ددې لوی بم د استعمال نه مخکې د هغه ټول اړخونه په نظر کې نیولي ترڅو د اچین او په ځانګړې توګه د مهمند درې د اوسیدونکو روغتیا ته زیان ونه رسیږي.))

تیره اونۍ د پنجشنبې په ماښام امریکې د ننګرهار ولایت د اچین پرولسوالۍ یو لوی بم چې ورته غیر هستوي ستر بم ویل کیږي استعمال کړ. د دې بم لوی والي او د تخریب ځواک ته په کتو سره د سیمي د خلکو د روغتیا په اړه یو لړاندیښې رامنځته شوې خو د روغتیا وزارت ویاند د دغه بم استعمال د سیمي د خلکو روغتیا ته بې ضرره وباله او ویې ویل (( روغتیايي څیړنو او شواهدو په سیمه کې وښودل چې د روغتیا یی پلوه په دې اړه هیڅ د اندیښنې ځای نشته.))