ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د ډنمارک لومړي وزیر سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
Administrator   
چهارشنبه 29 وږی 1396 ساعت 13:33

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د دوه اویایمې ناستې په څنډه کې د ډنمارک لومړي وزیر لارس لوکي راسموسن سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیمې هېوادونو د ثبات، اقتصادي او منطقوي همکاریو او نورو پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیسی غني وویل، افغانستان د انرژۍ د انتقال او تولید په برخه کې کافي ظرفیت او فرصتونه لري. هغه د انرژۍ د مدیریت په برخه کې د ډنمارک بریالیو تجربو ته په اشارې یادونه وکړه، چې افغانستان د انرژۍ د مدیریت په برخه کې د ډنمارک تجربو ته اړتیا لري.

د ډنمارک لومړي وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې د انرژۍ د مدیریت په برخه کې له افغانستان سره تخینکي همکاري وکړي. همدارنګه یې افغانستان ته د سفر لېوالتیا هم وښوده.

جمهور رئیس غني د ډنمارک لومړي وزیر لارس لوکي راسموسن ته بلنه ورکړه، چې په مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.

د ډنمارک لومړي وزیر له جمهور رئیس څخه په مننې وویل، په مناسب فرصت کې به افغانستان ته سفر وکړي او له ده سره په کتنه کې به د افغانستان او سیمې په مسایلو له نږدې بحث او خبرې وکړي.