ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني او د فنلنډ جمهور رئیس په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 29 وږی 1396 ساعت 13:23

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه په نیویارک ښار د ملګرو ملتونو ودانۍ کې د فنلډ جمهور رئیس ساولی نینیستو سره وکتل.
د فنلنډ جمهور رئیس وویل، حکومت یې په تېرو پنځلسو کالو کې  د افغانستان حکومت او خلکو سره مرستې کړي او همدارنګه یې جمهور رئیس غني ته په راتلونکي کې د دغو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.


جمهور رئیس غني له افغانستان سره د فنلنډ د تېرو همکاریو او په راتلونکي کې د هغو د دوام له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، فنلنډ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ځنګلونو د احیا په  برخه کې پام وړ تجربې لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د تېرو څو لسیزو جګړو له امله چې د افغانستان ځنګلونه زیات زیانمن شوي دي، د فنلنډ هېواد د بریالیو تجربو په رڼا کې په ښه توګه بېرته احیا کېډلی شي.


د فنلنډ جمهور رئیس وویل، هېواد یې د ځنګلونو د احیا په برخه کې له افغانستان سره هر ډول تخنیکي همکارۍ ته تیار دی. هغه زیاته کړه، د فنلنډ او افغانستان تخنیکي ټیمونه به په ګډه سلا د ځنګلونو د احیا په برخه کې د فنلنډ د تخنیکي همکارۍ لپاره پلان جوړ کړي.
همدارنګه دواړو لورو په دغه کتنه کې د اقتصادي همکاریو، د سولې تامین، سوداګریزې ودې او ټرانزیټ په اړه بحث او خبرې وکړې.


جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د خپل ستراتیزيک موقعیت له پلوه د اسیا او سیمې په څلور لاره د بدلېدو په حال کې دی او له همدې امله افغانستان د پانګونې، اقتصادي همکاریو، ټرانزیټ او سوداګرۍ د ودې ګڼ فرصتونه لري.