ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د اتریش جمهور رئیس سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 29 وږی 1396 ساعت 13:11

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د دوه اویایمې ناستې په څنډه کې د اتریش جمهور رئیس الکساندر فن دربیلن سره وکتل.

د اتریش جمهور رئیس په دې خوښي وښوده چې امریکا متحده ایالتونو ته د جمهور رئیس غني د سفر په جریان کې یې له هغه سره د کتنې فرصت برابر شو. په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سولې، سیمه ییزې همکارۍ، ټرانزیټ او د سوداګرۍ د ودې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اتریش د همکاریو مننه وکړه او همدارنګه یې د حرفوي زده کړو او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې د اتریش بریالیو تجربو ته په اشارې د اتریش جمهور رئیس څخه له افغانستان سره د همکاریو غوښتنه وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، د تجدید وړ انرژۍ د چاپیریال ساتنې لپاره ګټوره ده او افغانستان د دغه وړ انرژۍ د تولید کافي ظرفیت لري، چې د اتریش د همکاریو په پایله کې له دغه ظرفیت څخه لا ښه استفاده کېدلی شي.

د اتریش جمهور رئیس وویل، د اتریش حکومت او خلک تل د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ دي او زیاته یې کړه، اتریش د حرفوي زده کړو او تجدید وړ انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي څرګنده کړه، د اتریش او افغانستان تخنیکي ټیمونه به په ګډه سلا د حرفوي زده کړو او تجدید وړ انرژۍ په برخو کې د اتریش د تخنیکي همکاریو لپاره عملي پلان جوړ کړي.