faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امنیتي، سیاسي او صحي سکتورونو د ویندویانو د همغږۍ ناسته تر سره شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 24 غبرګولی 1396 ساعت 14:28

نن د روان کال د غبرګولي پر ۲۴ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امنیتي، سیاسي او صحي سکتورونو د ویندویانو د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په دې ناسته کې، چې د جمهوري ریاست، اجرایه ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او عامې روغتیا وزارت ویندویانو ګډون کړی وو، د ویندویانو ترمنځ د ښې همغږۍ، رسنیو ته پر وخت او کره مالوماتو ورکولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رسنیو او ویندویانو ترمنځ د اړیکو د همغږي کونکي مرکز په حیث هڅه کوي، تر څو د حکومت د لوړ پوړو ویندویانو او رسنیو ترمنځ همغږي لا ښه والی پیداکړي او مالومات په ښه ډول انتقال شي.