ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د چارو موثریت باید زیات شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
Administrator   
سه شنبه 19 غويی 1396 ساعت 09:23

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش سره په ارګ کې، وکتل.

ښاغلي یان کوبیش په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو،  فساد سره د مبارزې په موخه د ځانګړې ادارې جوړولو، سیاسي ارادې او عملي اقداماتو  په برخه کې د حکومت اقدامات او هڅې وستایلې.

نوموړي وویل، د سفر موخه یې په افغانستان کې  د یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو ادارو د کار او فعالیت په اړه ستاسو د وړاندیزونو او نظریاتو اورېدل دي.

جمهور رئیس غني د ښې حکومتولۍ، د بې وزلې د له منځه وړلو، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، په یادو برخو کې شته ستونزو ته په پام لا ډېر کار او مرستو ته اړتیا ده.

جمهور رئیس وویل، موږ بار بار ویلي چې افغانستان له نااعلان شوي جنګ  سره مخ دی او ملګري ملتونه باید له ډيپلوماتیکو لارو  د دغه نااعلان شوي جنګ په ودرولو کې خپل رول ادا کړي.

جمهور رئیس وویل، د جنګ او ستونزو باوجود حکومت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او موږ  هره ورځ پر افغانستان د تپل شوي جنګ د مدیریت او د امنیت او ثبات د تامین تر څنګ خپلو خلکو ته د ارام او سوکاله ژوند د برابرولو عملي کوښښونه کوو.

د هېواد جمهور رئیس وویل، ملګري ملتونه دې د خپلو لومړیتوبونو په لړ کې په افغانستان کې له خپل ماموریت څخه د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ستونزو او اړتیاو ته په پام پالیسۍ ترتیب او د افغانستان له حکومت سره شریکه کړي.

محمد اشرف غني وویل، افغانستان لا هم  د  ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتیا لري، خو د چارو د موثریت او ښه والي لپاره باید د دوی د ماموریت او مرستو اوسنی حالت په اساسي توګه بدلون ومومي.

د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت او چارو د لا ښه والي په موخه به د جمهور رئیس وړاندیزونه او نظریات  د ملګرو ملتونو سرمنشي سره شریک کړي.