faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د حکومت د ویندویانو ترمنځ د امنیتي همغږۍ دریېمه ناسته تر سره شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 29 وری 1396 ساعت 10:17

دوشنبه د روان کال د وري میاشتې ۲۸مه نېټه د امنیتِي سکتور په برخه کې د اطلاعاتو د همغږۍ په موخه د حکومت د ویندویانو تر منځ د همغږۍ دریېمه غونډه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د رسنیو د مرکز ريیس صدیق صدیقي او د دې مرکز مرستیال فیروز بشري د وروستیوامنیتي پیښو په اړوند د خپلو رسنیزوفعالیتوپه اړه رڼا واچوله او په بیلابیلو برخو کې یې پروخت د اطلاعاتو د وړاندي کولو په اړوند دغونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.


وروسته د هیواد پر امنیتي حالاتو مفصل اوهر اړخیز بحثونه وشول، او په دې برخه کې د رسنیو او اطلاعاتو په رول باندې خبرې وشوې، په امنیتي برخه کې د اطلاعاتو د وړاندې کولو پر مهال  د حکومت د ویندویانو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینکار وشو ترڅو رسنیو او ولس ته پر خپل وخت واحد او کره پیغام وړاندې شي.


په غونډه کې شاه زمان میوندي د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار د حکومت ویندویانو ته ګټورې لارښوونې وکړې او د اطلاعاتو پرهمغږۍ او د ویندویانو ترمنځ یې پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د رسنیو د مسئولینو او د حکومت د ویندویانو ترمنځ د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه راز غونډو جوړیدل اغیزمن وبلل شول او د غونډو پر دوام ټینګار وشو.
په یاده غونډه کې د شاه زمان میوندي برسیره د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراییه ریاست، د ملي امنیت شورا، د ملي دفاع وزارت، او د ملي امنیت ریاست ویندویانو هم ګډون کړی ؤ.