ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني د امریکا د سولې انستیتوت له مسوولانو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 23 وری 1396 ساعت 08:54

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتوت له مسوولانو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې او ولسواکۍ په بنسټي کولو کې د دغه بنسټ کارونه وستایل.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې ارګ کې وشوه، جمهوررئیس په افغانستان کې د حکومتولۍ د ښه‌والي په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتوت له وړاندیزونو او نظریاتو مننه وکړه.

جمهوررئیس غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښې حکومتولۍ، په بنسټونو کې د اغیزناک سیستم د رامنځته کېدو او د بین الافغاني سولې په اړه خبرې وکړې او دغه ګامونه یې په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټي کېدو په لار کې مهم وبلل.