ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني له ولید بن طلال سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 08 وری 1396 ساعت 09:21

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ غړي، خیر شخصیت او ستر پانګوال ښاغلي ولید بن طلال سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او همدارنګه د زیربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي طلال وویل، ما چې له معتبرو کمپنیو سره خبرې کړي هغوی د پانګونې لپاره د افغانستان شرایط مساعد بولي او همدارنګه مې د افغانستان د مالیې وزیر سره چې د پانګونې په اړه کومې خبرې کړي هغه تعقیبوم.

جمهور رئیس غني د ولید بن طلال د راتګ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونو هرکلی وکړ. هغه زیاته کړه، اسلامي هېوادونه باید د بې وزلي د له منځه وړلو لپاره همغږي ولري.

جمهور رئیس غني وویل، اسلامي هېوادونه له هغې تاریخي او تمدني مخینې سره چې لري یې باید د تروریستانو په پټنځایونو بدل نشي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، په افغانستان کې ولسواکي د بنسټي کېدو په حال کې ده او زما د کاري دورې له پایته رسېدو وروسته ټاکنو ته ځو او د ټاکنو له لارې واک لېږدول کېږي.

جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو په ټینګولو او له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په جلبولو کې د نوموړي د کوښښونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.

د دې کتنې په پای کې ښاغلي طلال د افغانستان ولسواکي او د جمهور رئیس غني رهبري وستایله او د هغه له مېلمه پالنې او ده ته د دولتي نښان ورکولو له امله یې مننه وکړه.