faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د اندونیزیا د نوي سفیر باورلیک ومانه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 07 وری 1396 ساعت 09:27

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د اندونیزیا د نوي سفیر ډاکټر عارف رچمان باورلیک ومانه.

په دغه مراسمو کې د اندونیزیا نوي سفیر جمهوررئیس غني ته خپل باورلیک وسپاره او تر څنګ یې ورته د خپل هېواد د مشرتابه نیکې هیلې وړاندې کړې. هغه وویل د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ زړه دوستي ده او ډاډ یې ورکړ چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات لاپسې غښتلي شي.

د هېواد جمهوررئیس ښاغلي رچمان ته د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اندونیزیا همکاري وستایله او اندونیزیا یې د افغانستان دوست او ورور هېواد وباله. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.