faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني د ولسي جرګې اداري پلاوي او د کمیسیونونو رئیسانو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 07 وری 1396 ساعت 09:06

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ملي شورا سره د مشورتي ناستو په لړ کې نن سهار د ولسي جرګې اداري پلاوي او د کمیسیونونو رئیسانو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې د هېواد د امنیتي او اقتصادي وضعیت د لا ښه والي په اړه بحث او خبرې وشوې. جمهور رئیس غني د ملي مسایلو په اړه د ولسي جرګې د استازو د نظریاتو او مشورو ارزښت ته په اشارې وویل، موږ به د تل په څېر دمهمو مسایلو او ملي تصامیمو په اړه ستاسو مشوره او نظریات واخلو.

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې او ولس له ملاتړ څخه په مننې وویل، د فساد پر ضد مبارزه سرتاسري کېږي او حکومت په دې برخه کې د خپل ټینګ تعهد ترڅنګ  د ولسي جرګې د استازو او خلکو ملاتړ هم حیاتي بولي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ د ولسي جرګې د استازو قانوني واکونو ته درناوی لرو او درې ګونه قواوې چې په قانون کې پوره وضاحت لري یو له بل سره لازمې او ملزومې دي او د دغو قواو تر منځ همغږي او همکاري د افغانستان د ثبات او ښه راتلونکي لپاره ګټور دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو او په مهمو ملي مسایلو کې د ولس له استازو سره د مشوروله امله له جمهور رئیس څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه، ولسي جرګه ستاسو د ملي تصامیمو او اصلاحي او انکشافي پروګرامونو بشپړه ملاتړې ده.