ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني مزارشریف ښار ته ورسېد پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
شنبه 05 وری 1396 ساعت 11:13

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته تللی و، نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ته ورسېد.

په پام کې ده، جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د مزارشریف ښار په یو ښوونځي کې د زنګ په کړنګولو سره په دغه ولایت کې ۱۳۹۶  تعلیمي کال رسماً پيل کړي.

همداراز به د هېواد جمهوررئیس د “نور” تالار او د روضیې مبارکې جومات هم رسماً پرانیزي.

د هېواد جمهوررئیس به په مزارشریف کې د بلخ والي عطامحمد نور له خوا په جوړې شوې میلمستیا کې د ګډون تر څنګ د ۲۰۹قول اردو له مشرتابه پلاوي سره هم لیده کاته ولري.#