ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست د چارو ادارې د اجراآتو راپور واورېد پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 25 کب 1395 ساعت 09:57

د چارو ادارې مشرتابه پلاوي نن ماسپښین د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته په دغه اداره کې د اصلاحاتو، فعالیتونو او موخو په اړه راپور وړاندې کړ.

په دغه مناسبت په ارګ کې جوړې شوې ناسته کې، د چارو ادارې مشرتابه پلاوي د حکومتولۍ د الکترونیکي کولو په ګډون د اصلاحاتو بهیر او د چارو د موثریت او همدارنګه له دغه سیستم څخه د اسنادو په تبادلې او د مرکزي او ولایتي ادارو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې د کار اخېستو په هکله جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

د وړاندې شوي راپور سره سم د الکترونکي حکومتولۍ له سیستم څخه په کار اخېستو به اداري پړاوونه اسانه، د اجراآتو او لارښوونو تعقیبول به شفاف او منظم شي، همدرانګه به د ادارو ترمنځ د لا انسجام لپاره د لازمو اسانتیاو په ایجاد کې مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشرتابه پلاوي په دغه راپور کې زیاته کړه، یاد بهیر په خپل وخت د خدمتونو رسونه چټکوي او د اسنادو د پړاوونو بشپړول او ټولو ادارو لپاره د ځواب ورکولو بهیر اسانوي.

جمهوررئیس د یاد راپور له وړاندې کېدو وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې له مشرتابه پلاوي څخه د الکترونکي حکومتولۍ سیستم د جوړولو، بنسټي کولو او د  اصلاحاتو راوستو له امله مننه وکړه او د ادارې پروسو په اسانولو او د ټولو ادارو ترمنځ یې د لا زیاتو اړیکو په تامین ټینګار وکړ.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په ادارو کې د تصمیم نیولو پروسه باید په دقیق ډول وڅیړل شي او د ادارو ترمنځ اړیکې دې بنسټي شي چې د ادارو د کاري اجراآتو په برخه کې لا زیات شفافیت رامنځته شي. هغه وویل، دولتي ادارو ته دې فرصت ورکول شي چې خپل ادارې نظریات له جمهوري ریاست سره شریک کړي.