faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني: موږ باید د ټاکنو کولو لپاره غوره سیستم ولرو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 22 کب 1395 ساعت 10:38

د ټاکنو د تیاریو په اړه د ناستو په لړ کې نن ماښام په همدې موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو او مرسته کوونکو هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه پر جمهور رئیس سربېره د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود، د ټاکنو بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې د طرز په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس او د یاد کمیسیون د دارالانشا رئیس د ټاکنو بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په خاطر  د ارزونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، له ټکنالوزۍ څخه د ګټه اخیستنې قوي او کمزوري نکتې مو وارزولې او بالاخره دې پایلې ته ورسېدو چې د ټاکنو بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وشي.

په دې غونډه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ټاکنو بهیر کې د مرسته کوونکو هېوادونو استازو سره د خپلو ناستو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو بهیر کې د ټکنالوژۍ ښېګڼو څخه د ګټه اخیستنې په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظریات شریک کړل وې ویل چې ټاکنې یوه افغاني پروسه ده او موږ په دې بهیر کې د افغانستان حکومت تر څنګ یوو او د ټاکنو د ترسره کولو ملاتړ کوو. 

ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې وې ویل د ټاکنو پیاوړې اراده لرو او د ټاکنو پروسې مشروعیت موږ ته مهم دی، له همدې امله باید ټاکنې په شفافه توګه وشي او په دې بهیر کې هیڅ ډول مداخله ونشي.

جمهور رئیس دېته په اشارې چې د ټاکنو کول د افغانستان دولت لومړیتوب دی وویل، موږ حتی په ۲۰۰۲ کال کې وړاندیز کړی وو چې د ټاکنو بهیر کې دې له ټکنالوژۍڅخه ګټه واخیستل شي، چې د ځینو دلایلو پر بنا دا کار ونشو، اما فعلاً په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنې ته ژمن یوو تر څو د هغو شفافیت تضمین شي.

د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید له تېرو تجربو څخه په ګټه اخیستنې د ټاکنو کولو لپاره غوره سیستم ولرو.