faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د سریلانکا د نوي سفیر باورلیک ومانه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 18 کب 1395 ساعت 09:11

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سریلانکا د نوي سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا باورلیک په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې ومانه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د سریلانکا نوي سفیر د هغه هېواد د جمهور رئیس او لومړي وزیر نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې.

وروسته دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس وویل، غواړو د هندوستان په څېر سریلانکا سره هم د هوایي کوریدور د ایجاد له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړو. 

جمهور رئیس غني وویل، سریلانکا د نرسانو د روزنې لپاره ښه بنسټونه او همدارنګه د کرنې په برخه کې زیاتې تجربې لري او افغانستان علاقمند دی چې له دې تجربو څخه ګټه واخلي.

د سریلانکا نوي سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا په افغانستان کې د خپل ماموریت په پیلولو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د ماموریت په وخت کې به کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې له پخوا ډېرې پراخه کړي.