faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جمهور رئیس غني سره ټلیفوني خبرې وکړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
شنبه 14 کب 1395 ساعت 09:44

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار هربرت ریموند مک مستر نن ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

دواړو لورو د افغانستان او سیمې د امنیتي اوضاع ، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان او پارلماني ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د دغې ټلیفوني مکالمې پرمهال د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي او په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار احمد نادر نادري هم حضور درلود.